د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا وايرس په ایران کې ۱۴۴ نور کسان وژلي


ايران (ارشیف)
ايران (ارشیف)

چارواکي وايي، په ایران کې له کورونا وایرسه ۱۴۴ نور کسان مړه شوي دي. دا ډول په دې هېواد کې له کورونا وايرسه د مړه شويو کسانو شمېر۲۳۷۸ ته رسېدلی دی.

د ایران د روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور نن [د مارچ پر ۲۷مه] وویل ، په هغه هیواد کې د کورونا وایرس له وجې تر اوسه ۳۲۳۳۲ کسان ناجوړه شوي دي.

ایران له هغو هیوادونو څخه یو دی چې کورونا وایرس ډېر ځپلي دي. په دې فهرست کې امریکا، چین، ایټالیا او سپین شامل دي.

روانه اوونۍ د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علی خامنه يي له امریکا د مرستې اخیستو څخه انکار وکړ. د هیواد سرکاري خبري اژانس وایي، پوځ په تهران کې يو ۲۰۰۰ بستريز روغتون جوړ کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG