د لاسرسي ځای

تازه خبر

دير: له عمرې راغلو دوو کسانو کې کورونا وايرس موندل شوی


د بر دير نقشه
د بر دير نقشه

د خيبر پښتونخوا د بر دیر په براول کې نن [د مارچ پر ۲۶مه] په يوه سړي او يوې ښځې کې د کورونا وايرس پخلی شوی دی.

د براول رغتون مشر ډاکټر محمد خادم او د دې روغتون يو بل ډاکټر کفایت الله نن مشال راډيو ته ويلي چې په دغو دوو کسانو کې د کورونا وایرس تر پخلي روستو دوی په براول کې د مارانو کلي ته ورغلي چې د ټول کلي د روغتيايي حالت جاج واخلي ځکه د دغو کسانو کور په همدې کلي کې دی.

ځايي چارواکي وايي دا دواړه کسان څو ورځې وړاندې په سعودي عربستان کې تر عمرې ادا کولو وروسته خپل کلي ته راستانه شوي ول. ډاکټران وايي دغه دواړه ناروغان په براول براول روغتون کې په يو ځانګړي ځای کې ساتل شوي دي. بلخوا د مارانو کلي د نورو مشکوکو ناروغانو لپاره له براول سره نزدې په یو ډګري کالج کې د قرنطین مرکز جوړولو انتظامات شوي دي.

په خيبر پښتونخوا کې تر دې دمه [د مارچ ۲۶مې] په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېر ۱۲۱ ته رسېدلې دی. بلخوا په ټول پاکستان کې د کورونا وهلو شمېر ۱۱۱۹ ته رسېدلی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG