د لاسرسي ځای

تازه خبر

خيبر: پاکستان دې افغانستان کې ايسار شوي ډرايوران راپرېږدي


تورخم دروازه (ارشيف)
تورخم دروازه (ارشيف)

د خيبر پښتونخوا خيبر ضلعې ځېنو کورنيو غوښتنه کړې چې د تورخم دروازې بلې غاړې ته دې د بند موټروانانو [ډرايورانو] د ورتګ بندوبست وشي.

د پاکستان حکومت د مارچ پر ۱۶ مه نېټه تورخم دروازه د هرډول تګ راتګ لپاره تړلې وه چې له کبله يې يوشمېر ډرايوران په افغانستان کې اېسار شوي. حکومت دا ګام د کورونا وايرس خپرېدو د مخنيوي په لړ کې اخيستی و.

د ډرايورانو ځېنو کورنيو پرون [د مارچ پر ۲۵مه] له مشال راډیو سره په خبرو کې له حکومته د خپلو کورنيو غړيو د ورتګ د بندوبست غوښتنه وکړه.

د خيبر چارواکيو مشال راډیو ته ویلي چې دا ستونزه يې له خپلو اړونده مشرانو سره شريکه کړې او هڅه کوي چې د ايسار شوو ډريورانو ورتګ ته زمينه برابره کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG