د لاسرسي ځای

تازه خبر

مايک پومپیو او ملابرادر پر تړون او بین الافغاني مذاکراتو خبرې کړې


مايک پومپیو (ارشېف)

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو د طالبانو د سياسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره کتلي دي.

دا ليدنه له هغه وروسته ده چې مایک پامپیو د مارچ پر ۲۳مه کابل ته د سفر پر مهال په دې کې ناکام شو چې د ولسمشر اشرف غني او پخواني اجراییه ریس عبدالله عبدالله ترمنځ د واک پر سر روغه جوړه وکړي.

مايک پومپیو او طالب پلاوي د بين الافغاني مذاکراتو پر پيلولو او پر دايمي سولې او اوربند هم خبرې وکړې.
سهيل شاهين

له دې وروسته امريکا په افغانستان کې د سياسي کړګېچ له کبله دې هېواد ته مالي مرستې يو مليارده ډالر کمې کړې.

مايک پومپیو او طالب پلاوي د بين الافغاني مذاکراتو پر پيلولو او پر دايمي سولې او اوربند هم خبرې وکړې.

د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهېل شاهين پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې پامپيو او ورسره مل پلاوي د مارچ پر ۲۳مه د قطر په سرښار دوحه کې د ملا برادر په په مشرۍ د طالبانو له سياسي پلاوي سره وکتل او د امريکا او طالبانو تر منځ يې د شوي تړون پر [لا ښه پلي کولو او د بنديانو پر چټک خلاصون خبرې وکړې.]

د نوموړي په وينا دواړو لوريو د بين الافغاني مذاکراتو پر پيلولو او پر دايمي سولې او اوربند هم خبرې وکړې.

تردې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان څخه په مرستو کې د یو ارب ډالرو کمولو اعلان کړی دی او ویلي یې دي چې له افغانستان سره د خپلې همکارۍ پر کچه هم له سره غور کوي.

مایک پامپیو د مارچ پر ۲۳مه ناوخته په خپاره کړي بیان کې ویلي چې له یو مهم پېغام سره کابل ته تللی وو او افغان مشرتابه ته یې ویلي چې د افغان ولس په خاطر دې د واک پر سر له یو بل سره معامله وکړي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

د مردان سرکاري روغتون انلاین او پي ډي چلوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:17 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG