د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورونا وایرس وژلو شمېر ۱۳۰۰۰ شو


د ایټلي په يو روغتون کې د کورونا مریضانو درملنه روانه ده
د ایټلي په يو روغتون کې د کورونا مریضانو درملنه روانه ده

د کورونا وایرس له وجې په نړۍ کې د وژلو شوو کسانو شمېر ۱۳ زرو ته پورته شوی. د روغتیا نړیوال سازمان ځوانانو ته خبرداری ورکړی چې د دې وایرس له خطره هغوی هم په امان کې نه دي.

په نړیواله کچه د کورونا وایرس له وجې د ناروغو شویو کسانو شمېره درېوو لکو ته رسېدلې ده. که څه هم کرونا وایرس له چینه سرچینه اخېستې وه خو اوس اروپا د دې وبا مرکز ګرځېدلی دی.

د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې کورونا وایرس تر ټولو زیاته ایټالیا ځپلې، هلته تر اوسه ۴۸۲۵ کسان وژل شوي او ۵۳ زرو نه زیات نور بیمار دي.

په دویم نمبر چین دی چې تر اوسه پکې ۳۲۵۹ کسان کورونا وژلي او دریم نمبر د ایران دی، هلته تر اوسه یو نیم زر نه زیاتو کسانو د یاد وایرس له وجې خپل ژوند بایللی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG