د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانانو سره چين او امريکا د کورونا ضد مرسته اعلان کړه


په جلال اباد کې يو روغتيايي کارکوونکی
په جلال اباد کې يو روغتيايي کارکوونکی

په کابل کې د امریکا سفارت ویلي چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوی لپاره به د افغانستان د حکومت زندانونو ته ماسکونه، د لاسونو د پاکولو لپاره ځانګړې مایع او د پاکولو نور توکي ورسوي.

په افغانستان کې د چین سفیر "وان یو" هم پرون پر ټوېټر تائید کړه چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي او له خلکو سره د مرستې وسایل به افغانستان ته ورسېږي.

د علي بابا ګروپ په نوم د خیریه ادارې مشر جک ما پرون سهار پر ټوېټر لیکلي چې افغانستان، بنلګه دېش، منګولیا، کمبودیا، مالدیف، میانمار، سریلانکا، پاکستان او لاوس ته به ۱ اعشاریه ۸ ملیونه ماسکونه، د کرونا ویروس د ټېسټ لپاره ۲۱۰ زره طبي بستې، ۳۶ زره ترمامیټرونه، د طبي کارکونکو لپاره د ځان ساتنې جامې او داسې نور ضروري توکي ورکړي.

په کابل کې د چین سفیر دا خبر تائید کړی خو نه یې دي ویلي چې دقیقاً څه وخت به د مرستې د توکو برخه افغانستان ته ورسېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG