د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبرونه

يوټيوب او نېټفليکس د ويډيوګانو حجم کموي

د يوټيوب کورپاڼه

یوټیوب او نیټ فلیکس اعلان کړی دی چې په اروپا کې به د خپلو ویډیوګانو د حجم معیار د دې لپاره راټیټ کړي چې د کورونا وایرس له کبله له کوره کارکوونکو خلکو ته د انټرنیټ ستونزه جوړه نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د کورونا وایرس له کبله په میلیونونه اروپايي وګړي اوس له کوره کار کوي او ویډیوګانې ګوري.

یوټیوب د مارچ پر ۲۰مه په یو بیان کې ویلي چې د خپلو هغو ویډیوګانو معیار به راټیټ کړي چې د چلېدو لپاره ډېر انټرنیټ غواړي.

نیټ فلیکس هم د مارچ پر ۱۹مه په یو بیان کې ویلي چې تر یوې میاشتې په اروپا کې د خپلو ټولو خپرونو د حجم کچه راټیټول پیلوي.

دا له هغه وروسته ده چې اروپايي ټولنې پر یوټیوب او نیټ فلیکس غوندې ادارو غږ وکړ چې پر انټرنیټ د بار کمولو لپاره دې د خپلو ویډیوګانو حجم ټیټ کړي.

د نننۍ ورځې ټول خبرونه وګورئ

پاکستان کې د کورونا وړجنو شمېر ۴،۶۰۱ ته لوړ شو

د کراچۍ روغتیاپاله په ګاډي کې له ناست سړي پوښتنې کوي

په پاکستان کې د اپرېل تر۱۰مې په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېر ۴،۶۰۱ ته رسېدلی دی.

بلخوا په هغه هېواد کې د دې وايرس له امله ۶۷ کسان مړه شوي او ۷۲۷ بېرته رغېدلي هم دي.

د پاکستان روغتيا چارواکو په وينا، په پنجاب صوبه کې په ۲،۲۷۹، په سيند کې ۱،۱۲۸، په خيبر پښتونخوا کې ۶۲۰، په بلوچستان کې ۲۱۹، په اسلام اباد کې ۱۰۷، په ګلګت بلتستان کې ۲۱۵ او د پاکستان تر انتظام لاندې کشمير کې په ۳۳ کسانو کې د دې وايرس پخلی شوی دی.

کورونا وایرس د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر مياشت کې د چين په ووهان ښار کې څرګند شو چې د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا د نړۍ تقريباً ټولو هېوادونو ته خپور شوی دی.

تر دې دمه په نړۍ کې تر ۱۶ لاکه زيات کسان په دې وايرس اخته شوي او تر ۹۵ زره پورې کسان مړه شوي هم دي.

بلخوا له دې ناروغۍ څه باندې درې لاکه ۵۷ زره کسان رغېدلي هم دي.

په ګرده نړۍ کې له کورونا وایرسه د مړو شمېر ۹۵ زرو ته وخوت

انځور له ارشیفه

په ټوله نړۍ کې له نوي وایرس 'کووید-۱۹' څخه د مړو کسانو شمېره د اپرېل پر نهمه شپه له ۹۵ زرو واوښته.

ایټالیا لاهم د دې ناروغۍ له کبله د مړو تر ټولو لوړه شمېره لري چې ۱۸۲۷۹ ته رسېږي، خو د اپرېل پر نهمه شپه په امریکا کې هم له دې کبله د مړو شمېره ۱۶۴۴۴ ته لوړه شوه.

امریکا په نړۍ کې په کورونا وایرس د اخته کسانو تر ټولو لوړه شمېره لري چې د تېرې شپې تر ناوخته پورې ۴۶۲۱۸۰ کسانو ته ورسېده.

له امریکا وروسته اسپانیا ده چې د مثبتو پېښو شمېر یې ۱۵۲۴۴۶ او د مړو شمېر یې ۱۵۲۳۸ ته رسېږي او له اسپانیا وروسته فرانسه او جرمني دي چې د فرانسې مثبتو پېښو شمېر له ۱۱۸ زره او د جرمني ۱۱۶ زرو ته نېږدې شوي دي.

د افغانستان روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په افغانستان کې د کورونا وایرس د مثبتو پېښو شمېر د اپرېل پر نهمه ۴۸۴ ته او د مړو شمېر ۱۵ ته لوړ شو.

هرات کې د افغانستان بانک پنځه کارکوونکي وژل شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې هرات ولایت

د هرات ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي چې د افغانستان بانک پنځه تنه کارکوونکي د هرات-اسلام کلا د لویې لارې په اوږدو کې د طالب وسله‌ والو له‌ خوا وژل شوي دي.

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد مشال راډیو ته وویل چې پېښه د اپرېل پر نهمه له غرمې وروسته شوې ده.

فرهاد زیاتوي: "په اسلام کلا کې د افغانستان بانک پنځه تنه کارکوونکي په داسې حال کې چې د هرات ښار خوا ته روان وو، د لویې لارې په اوږدو کې طالبانو برمته کړل چې وروسته‌ یې په شهادت ورسول."

طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه‌ دي ویلي.

په هرات کې د ازادي راډیو خبریال د راپور له مخې په وروستیو څو کلونو کې د هرات اسلام کلا د لویې لارې په اوږدو کې دا ډول پېښې زیاتې کېږي.

تېل موندونکي هېوادونه د تېلو پیداوار راکموي

انځور له ارشیفه

د تېل موندونکو هېوادونو سازمان (او پي ای سي) غړي، روس او نور تېل موندونکي هېوادونه دې خبرې ته نېږدې شوي دي چې د تېلو نړیوال مارکیټ د ښه کولو لپاره د تېلو په پېداوار کې کمی راولي.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د اپرېل پر نهمه ویلي د روس له ولسمشر ولادیمیر پوټېن او د سعودي عرب وليعهد شاه سلمان سره يې په دې اړه ښې خبرې شوي دي او دا چې دوی په دې اړه یوې لوظنامې ته نېږدې شوي دي.

داسې راپورونه هم دي چې (او پي ای سي) او د تېلو موندونکو نورو هېوادونو سازمانونه یو داسې تړون ته رسېدلي دي چې ترمخه به یې تر راروانو دوو میاشتو لپاره په نړیوال مارکیټ کې د ورځې ۱۰ میلیونه بېرله د تېلو پیداوار کموي، دا د نړۍ د تېلو رسد ۱۰ فیصده برخه جوړېږي.

چیک هېواد د کورونا وایرس ټولبند نرموي

انځور له ارشیفه

د چیک جمهوریت صحت وزارت ویلي چې په دغه هېواد کې تر دې دمه ۵۴۶۷ د کورونا وایرس مثبتې پېښې رپوټ شوي دي چې پکې ۱۱۲ کسان مړه شوي دي او ۳۰۱ کسان روغ شوي دي.

د چیک جمهوریت حکومت په دغه هېواد کې بیړنۍ حالت د اپرېل تر ۳۰ مې پورې غځولی دی او په ځینو بندیزونو کې یې نرمي راوسلې ده.

د چیک صحت وزیر اېډم ویېتېخ ویلي دوی ځېنو کسانو ته د مولو (ماسکونو) په کارولو کې نرمي راوستلې ده.

د نوموړې په خبره هغه کسان چې په موټر کې دننه ناست وي او د یوې کورنۍ وي نو کولای شي چې مولونه و نه وهي، له دې سره سره د دوو کالو کم عمره ماشومانو او پر رواني ناروغې لرونکيو کسانو هم د ماسکونو اچولو پابندي نشته.

د کورونا وبا به نړیوال اقتصادي بحران وزېږوي: جارجېوا

کرسټینا جارجیوا

د پیسو نړیوال صندوق د اپرېل پر نهمه خبرداری ورکړی دې چې د کورونا وایرس وبا به د نړۍ اقتصادي ستونزې لا پسې زیاتې کړي او دا به د ۱۹۲۹-۱۹۳۳کلونو تر خراب اقتصادي حالت وروسته داسې یو صورتحال وي چې د دغې لپاره به نړیوالو هېوادونو ته زیات اقدامات کول وي.

د ای اېم اېف مشرې کرسټینا جارجیوا ویلي نړیوال پرمختګ به په ۲۰۲۰ز کال کې منفي وي.

د نوموړې په خبره د (ای اېم اېف) په ۱۸۰ غړیو هېوادونو کې ۱۷۰ هېوادونه دا وخت مالي ستونزې لري او دغلته د ولسونو امدن کم شوی دی.

کرسټینا جارجېوا په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل دوی داسې فکر کوي چې دا د ګرېټ ډپرېشن وروسته تر ټولو زیات خراب اقتصادي حالات دي.

ای اېم اېف راتلونکې اونۍ له نړیوال بنک سره هم یوه غونډه کوي چې پکې به د کورونا وایرس له کبله په نړۍ کې پر پېدا شوي صورتحال خبرې کېږي.

افغانستان کې ۴۰ تنه نور کورونا وهلي

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وایرس ۴۰ نوې مثبتې پېښې ثبت شوي.

دا خبره د یاد وزارت ویاند وحیدالله مایار د اپرېل پر نهمه په یوه اعلامیه کې کړې ده.

د هغه په خبره په دې سره په ټول افغانستان کې د کورونا وایرس د مثبتو پېښو شمېر ۴۸۴ ته رسېدلی دی.

تازه پېښې ۱۰ په کابل، ۱۴ په نیمروز، ۷ په کندهار، ۴ په پکتیا، ۲ په بامیان، ۲ په بلخ او یوه په لوګر کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې یوازې یو کس په ۲۴ ساعتونو کې بېرته روغ شوی او په ټول هېواد کې د هغو کسانو شمېر چې درملنه‌ یې شوې او روغ شوي ۳۲ ته رسېږي.

پاکستان له افغانستانه د داعش کومندان د ورسپارلو غوښتنه کړې

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په دغه هې،اد کې د افغانستان سفیر وربللی او له هغه سره افغان چارواکو له لوری د اپرېل پر ۵مه (۲۰۲۰ز کال) په هغه هېواد کې د داعش د مهم مشر اسلم فاروقي د نیولو په باب خپل نظر شریک کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت په خپاره کړي بیان کې راغلي، پاکستان د داعش ډلې پر کړنو تشویش لري چې له ورایه د پاکستان په زیان دي. او په دې برخه کې د افغانستان حکومت او نورو اړوندو هغو ته پاکستان خپل دریځ پرله پسې شریک کړی دی.

په بیان کې راغلي چې پاکستانیو چارواکیو افغان سفیر ته په ډاګه کړې، اسلم فاروقي دې د نورو پلټنو لپاره دوی ته وروسپاري ځکه چې هغه د پاکستان خلاف کړنو کې ښکېل وو.

میدان وردګو کې د طالبانو نومولی والي ووژل شو

د افغان ځواکونو عملیات.

افغان چارواکي وايي، په میدان وردګو ولایت کې د هوايي بريد پر مهال د طالبانو والي او په ګډون يې ۱۲ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د میدان وردګو لایت مقام څخه مشال راډيو ته په استول شوي خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ولایت لپاره د طالبانو والي او ګډون يې ۱۲ ملګروته دغه مرګ ژوبله د یو هوايي، برید پر مهال اوښتي.

خبرپاڼه زیاتوي چې دغه برید د اپرېل پر اتمه د میدان وردګو ولایت سیداباد ولسوالۍ پټان خېلو کلي کې د وسله والو مخالفینو پر یوه قرارګاه شوی چې په پایله کې يې د وسله والو طالبانو تش په نامه والي ملا ولي جان مشهور په حمزه او ورسره څلور کسان يې وژل شوي دي او اته ټپيان دي.

په یاد خبر پاڼه کې راغلي دي چې په دغه بريد کې د وسله والو مخالفینو د یوه پټنځای سربېره د دوی یو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ایران د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره د اربونو ډالرو پور غوښي

د ایران ولسمشر حسن روحاني

د ایران ولسمشر حسن روحاني په خپل هېواد کې د کورونا وايرس د مخنيوي لپاره د پیسو له نړیوال صندوقه د اربونو ډالرو پورغوښتی دی.

روحاني د اپرېل پر اتمه د خپلې کابینې په غونډه کې وویل چې د ایران پر وړاندې باید توپيري چلن ونه شي.

د ایران مرکزي بانک تېره میاشت د پیسو له نړیوال صندوقه پنځه اربه ډالر پور غوښتی و.

ایران په منځني ختيځ کې يو له هغو هېوادونو دی چې تر ټولو زیات وګړي يې په کورونا وايرس اخته شوي او مړه شوي دي.

د ایران د روغتیا وزارت پرون ناوخته وویل چې تر ۶۴ زره زیات وګړي يې په دې وايرس اخته دي او تر ۳۹۰۰ زیات ورڅخه مړه شوي هم دي.

په پکتیا کې د کورونا وایرس څلور مثبتې پيښې ثبت شوې

پکتیا کې د کورونا وایرس له کبله دوکانونه تړل شوي

د پکتیا چارواکي وايي، چې په یاد ولایت کې د کورونا وایرس ۴ نوې مثبتې پيښې ثبت شوې.

د اپرېل پر نهمه د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت رسنیو ته په لیږل شوي غږیز پیغام کې ویلي، چې په دې سره پکتیا کې کورونا وایرس د مثبتو واقعاتو شمېر ۹ ته ورسېد.

ده وویل، نوي ثبت شوي ناروغان د پخوانیو پنځو تنو څخه د یوه ناروغ د کورنۍ غړي دي.

عبدالله حسرت زیاته کړه، د مخکنیو پنځو ناروغانو روغتیايي حالت مخ په ښه کېدو دی او نېږدې ورځو کې به له روغتونه رخصت شي.

مخکې د پکتیا په ګاونډ پکتیکا کې هم یوه مثبته پېښه ثبت شوې، خو تر اوسه خوست ولایت بیا د کرونا وایرس مثبت واقعات نه لري.

په یمن کې د سعوي عرب په مشرۍ ایتلاف اوربند اعلان کړ

په یمن کې یو شمېر حوثي جنګیالي

په يمن کې د ايران ملاتړ لرونکيو حوثي ياغيانو پر ضد د سعوي په مشرۍ جنګېدونکي ايتلاف د اوربند اعلان کړی دی.

د دې ايتلاف وياند کرنل ترکي المالکي د اپرېل پر اتمه په خپل بيان کې ويلي دا اوربند چې د اپرېل نهمې پر غرمه به پيلېږي، د دوو اونيو لپاره به وي او وروسته هم غځېدای شي. نوموړي د دې اوربند لامل د کورونا وبا خپرېدل ښودلي دي.

ملګري ملتونه له اوږدې مودې راهيسې هڅه کوي چې دغه پنځه کلنې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتېريش په مارچ مياشت کې په نړۍ کې د روانو ټولو شخړو په ځانګړې ډول د يمن جګړې درولو غږ کړی و.

نوموړي د دې غوښتنې لامل د کورونا وبا خپرېدل ياد کړي و.

که څه هم ګوتېريش او د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي مارټين ګريفيتس د سعودي په مشرۍ ايتلاف لخوا د اعلان کړي اوربند هرکلی کړی خو دا لا نه ده معلومه چې حوثيان به هم ورته اقدام وکړي که نه.

پاکستان کې د اپرېل تر نهمې د کورونا وړجنو شمېر ۴۳۳۹

په پاکستان کې د اپريل تر نهمې په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېر ۴۳۳۹ ته رسېدلی دی. بلخوا په دې هېواد کې د دې وايرس له امله ۶۳ کسان مړه او ۵۷۲ روغ شوي دي.

د پاکستان د روغتيا چارواکو په وينا، په پنجاب صوبه کې په ۲،۱۸۸، په سيند کې ۱۰۳۶، په خيبر پښتونخوا کې ۵۶۰، په بلوچستان کې ۲۱۳، په اسلام اباد کې ۱۰۲ ، په ګلګت بلتستان کې ۲۱۳ او د پاکستان تر انتظام لاندې کشمير کې په ۲۸ کسانو کې د دې وايرس پخلی شوی دی.

کورونا وایرس د ۲۰۱۹م کال په ډېسېمبر مياشت کې د چين په ووهان ښار کې راڅرګند شو چې د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا د نړۍ تقريباً ټولو هېوادونو ته خپور شوی دی. تر دې دمه په نړۍ کې تر ۱۵ لکه زيات کسان په دې وايرس اخته شوي چې ۸۸۴۹۵ ورڅخه مړه شوي او څه باندې ۳۳۰۰۰۰ روغ شوي دي.

د کورونا وبا له کبله تړل شوی ایراني پارلېمان بیا پرانېستل شو

د ایران پارلېمان

ايرانی پارلېمان چې د کورونا وبا له کبله تړل شوی وو د اپرېل پر اوومه يې په ړومبي ځل له هغه وروسته غونډه رابلل شوې وه چې په دې هېواد کې اووه ورځې پرله پسې د کورونا ناروغان کم رپورټ شوي دي.

د پارلېمان په ۲۹۰ غړو کې ۶۰ فيصده په غوڼډه کې ګډون وکړ خو د پارلېمان سپيکر او پخوانی سياستوال علي لاريجاني چې تېره اونۍ په کې د کورونا وايرس پخلی شوی وو، په غوڼډه کې ګډون ونکړ.

د ايران لږ تر لږه ۳۱ د پارلېمان غړي په کورونا وايرس اخته شوي وو.

په ايران کې کورونا وايرس ۳۸۷۲ کسان مړه کړي او ۵۸۹۶۲ زره يې متاثره کړي دي.

افغان ولسمشر د ایران خارجه وزیر سره د کورونا ضد مبارزې په اړه غږېدلي

افغان ولسمشر اشرف غني

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د ایران بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف سره د کورونا وایرس پروړاندې د مبارزې په لارو چارو ټيلیفوني خبرې کړې دي.

ارګ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي چې دوی د اپرېل پر اتمه له کورونا وایرس سره د مبارزې، سیمه‌ییزو او دوه اړخیزو همکاریو او ایران څخه د افغان مهاجرینو د بیرته ستنېدو پر څرنګوالي مفصلې خبرې وکړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ظریف په حواله ویل شوي چې هېواد یې هغو افغان کډوالو ته چې په ایران کې مېشت دي او په کورونا وایرس اخته شوي، په وړیا ډول روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي.

په افغانستان کې لومړی سر د ځینو هغو کسانو د کورونا وایرس معاینه مثبته راوتلې وه چې له ایران راستانه شوي وو.

ګڼو افغان کډوالو دا شکایتونه هم کړي چې په ایران کې ورسره ناوړه چلند کېږي او له روغتیايي خدماتو بې‌ برخې دي.

په افغانستان کې په کورونا وایرس ۴۲۳ کسان اخته شوي او تازه د مړو شمېر ۱۴ ته رسېدلی دی.

ننګرهار کې لسګونه نوي باغونه جوړ شوي

ارشیف

د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د بڼوالو د اقتصادي پراختیا په هدف په لسګونه جریبه ځمکه کې نوي باغونه جوړ شول.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، دغه تجارتي باغونه د ننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې په ۹۶۲ جریبه ځمکه کې جوړ شوي دي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي د اپرېل پر اتمه مشال راډیو ته وویل چې په دې کې د شفتالو، مالټو او املوکو باغونه شامل دي.

نوموړي وویل چې دغه باغونه د ننګرهار په اچین، چپرهار، کوټ، رودات، خوږیاڼي او شېرزاد ولسوالیو کې جوړ شوي دي.

تر دې وړاندې هم په ننګرهار کې د دغه ونو باغونو ښه حاصلات ورکړي وو.

په سوات کې پولیس افسران له دندو ګوښه شوي

انځور له ارشیفه

د خيبرپښتونخوا حکومت په سوات کې ځينې پولیس افسران له چوکيو ليرې کړي دي.

د صوبې پوليسو د اپرېل پر اوومه په بيان کې تور لګولی چې په مټه سيمه کې په دې وروستيو کې ځینې ځايي سياستوالان په نښه کړل شوي چې دغه افسران يې د قاتلانو په نيولو کې ناکامه شوي دي.

په ګوښه کړل شويو کې د مټه سرکل ډي اېس پي شوکت خان، د خوازه خيلې ډي اېس پي حبيب الله، د کبل ډي اېس پي محمد اکبر شنواری او د تحقيقاتو څانګې اېس پي بخت زاده دي.

د دې ترڅنګ څلور تاڼه داران ګل شېر، بخت الله، رحيم خان او عليم خان هم ګوښه کړل شوي دي.

په مټه کې په تېرو دوو اونيو کې دوه کسان وژل شوي چې ذمه واري يې وسله والو طالبانو منلې وه.

اروپايي ټولنه د اقتصادي ژغورنې پر پلان خبرې کوي

انځور له ارشیفه

د اروپايي ټولنې د مالیې وزیرانو به د اپرېل پر اتمه د اروپايي هېوادونو د اقتصادي ژغورنې پر پلان د اختلافاتو هوارولو په اړه خبرې کوي.

د دغو هېوادونو اقتصاد د کورونا وبا سخت ځپلی دی.

د اروپايي اتحادیې مشر ویندوی لویس ریګو پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، «د کوویډ۱۹ په وړاندې د اروپايي اتحادیې ستره اقتصادي پالیسي پرمخ ښه روانه ده خو لا مکمله شوې نه ده.»

د مالیې وزیرانو د اپرېل پر اوومه د ویډیو کانفرانس له لارې خبرې پیل کړې وې.

د پاکستان په پنجاب صوبه کې ۲۶ تنه نور کورونا وهلي

انځور له ارشیفه

د پاکستان پنجاب صوبه کې۲۶ نور کسان په کورونا وايرس اخته شوي چې ورسره په دې هېواد کې د وړجنو شمېر څلور زره ۷۲ ته رسېدلي دي.

د نوو ناروغانو تصديق اپریل پر اوومه د پنجاب روغتيا څانګې وکړ.

له دې سره په پنجاب کې د کورونا وهلو شمېر۲۰۳۰ ته رسېدلی دی.

په خيبر پښتونخوا کې ۵۰۰، بلوچستان کې ۲۰۶ او سيند کې ۹۸۶ کسان ناروغه دي.

د پاکستان حکومتي ويبپاڼه چې د کورونا وايرس په اړه تازه مالومات خپروي وايي، له وايرسه ۵۴ کسان مړه شوي دي خو ۴۲۹ جوړ شوي هم دي.

د بلوچستان ځوان ډاکټرانو هړتال ختم کړی 

کوټه کې ډاکټران وهل شوي او نيول شوي دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:55 0:00

دا اعلان د ډاکټرانو سازمان مشر ډاکټر یاسر اڅکزي د اپرېل پر اوومه نېټه ناوخته له صوبايي وزير زمرک اڅکزي سره په کوټه کې تر مذاکراتو وروسته د خبرې غونډې پر مهال وکړ.

پوليسو د اپريل پرشپږمه نېټه شاوخوا ۵۴ م ډاکټران هغه مهال ونيول چې کله هغړی د خپلو غوښتنو په حق کې د وزيراعلی د کور مخې ته مظاهره کوله.

خو دوی د اپرېل پر اوومه پرېښودل شول. ډاکټرانو غوښتنه کوله چې د کورونا وايرس د ناروغانو د علاج پر وخت دې دوی ته د ځان خوندي کولو لپاره سامانونه ورکړل شي.

په خبرې غونډه کې زمرک اڅکزي وويل، د هغو پوليسو پرضد به کاروايي کېږي چې پر ډاکټرانو يې تشدد کړی او نيولي يې دي.

هغه زياته کړه، حکومت د ډاکټرانو ټولې غوښتنې منلې دي.

د اپرېل پر اوومه د پاکستان پوځپه بيان کې ويلي، کوټې ته يې د ډاکټرانو لپاره حفاظتي سامانونه لېږلي دي.

ایران دې د اټومي تړون د شرايطو درناوی وکړي: مکرون

د فرانسې ولسمشر ایمونل مېکخوا

د فرانس ولسمشر ایمانيول مکرون په ايران غږ کړی، په داسې حال کې چې نړۍ په کورونا وبا اخته ده، د اټومي شرايطو درناوی وکړي.

د اپرېل پر پشږمه په ټېلېفوني خبرو کې مېکخوا خپل ايراني سيال حسن روحاني ته وويل، بايد نړيواله ټولنه د کورونا وايرس د خپريدو پرضد مبارزې لپاره يو موټی شي.

حکومتي بيان وايي، د فرانس ولسشمر هيله ښودلې چې ايران به د ګډ کوټلي عملي پلان ضد له نوو فعاليتونو ډډه وکړي او د سيمه ييز فشار په راکمولو کې به خپله ونډه ورکړي.

بلخوا د روحاني دفتر ویلي دي چې د ايران ولسمشر د کورونا وبا پرضد په نړيواله کچه د ګډې مبارزې کولو غږ کړی او د مرستې غوښتنه یې کړې.

د اپرېل پر شپږمه تر دې مخکې د صحت نړيوالې ادارې ډبليو ايچ او په امريکا غږ وکړ چې په ايران اقتصادي بنديزونه نرم کړي.

امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ايران سره د بشري مرستو وړانديز کړی وو خو ايراينو چارواکو دغه وړانديز رد کړ.

کورونا وایرس: د بريتانيا وزیر اعظم روغتیايي حالت خراب شوی

د بریتانیا وزير اعظم بورېس جانسن

بريتانوي وزير اعظم بورېس جانسن چې په کورونا ناروغۍ اخته دی، روغتيايي حالت يې لا نور خراب شوی.

د وزير اعظم دفتر د اپرېل پر شپږمه په يو بيان کې ویلي دي چې پرون تر غرمې وروسته د بورېس جانسن صحت لا نور خراب شو نو د ده طبي ډلې په مشوره يې نوموړی د روغتون په انتهايي نګهداشت څانګه کې داخل کړ.

نوموړی یې د اپرېل پر پنځمه د لندن په سېنټ تامس روغتون کې داخل کړی وو.

د جان هاپکېنز پوهنتون د شمېرو له مخې کورونا وايرس تر نننه پورې په نړۍ کې څه باندې ۷۴۰۰۰ کسان مړه کړي چې شاو خوا ۵۰ زره يې په اروپا کې دي.

په ياد وايرس څه باندې ۱۳ لکه ۴۶ زره کسان اخته شوي دي. خو له دې وايرسه د خلکو د مړه کېدو او متاثره کېدو رفتار ورو شوی.

په افغانستان کې د کورونا وړجنو شمېر ۴۲۳ ته وخوت

کابل کې د کورونا ۵۶ نورې مثبتې ښېښې ثبت شوي

د افغانستان عامې روغتیا چارواکو د اپرېل پر اوومه نېټه په کابل کې رسنیو ته ویلي چې په تېرو۲۴ساعتونو کې د کورونا ۵۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

د دې وزارت ویاند وحیدالله مایار وایي چې په هرات کې ۲۷ په کابل کې ۱۲ـ په کندهار کې ۱۰ په بلخ کې پنځه او په ننګرهار کې دوه تازه پېښې تثبیت شوي دي.

د مایار په خبره له دې تازه پېښو سره په افغانستان کې د کورونا وهلو شمېر ۴۲۳ تنو ته ورسېده.

کورونا وایرس: خوست ته له درېو ولایتونو پر ورتګ بندیز

خوست ښارګوټی

د خوست والي حلیم فدايي پر اتوار/یکشنبه رسنیو ته وویل، دا ګام یې د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره اخېستی او د اوس لپاره به تر درېو اونیو پورې د خوست او نورو ولایتونو ترمنځ لارې تړلې وې.

له دې بندېزه د پوځ او پولیسو سرتېري، د خوراکي موادو او درملو لېږدونکي ګاډي وتلي دي.

حلیم فدايي له خلکو وغوښتل، چې د ځانونو او کورنیو د روغتیا ساتنې لپاره دې خوست او له خوسته بهر سیمو ته له تګ راتګ ډډه وکړي.

تر اوسه په خوست کې د کورونا وایرس هېڅ مثبته پېښه نه ده لیدل شوې.

پاکستان ۲۰ زره تبلیغیان قرنطین کړي

تبلیغیان د لاهور په رایونډ کې

پاکستاني چارواکي وايي هغه ۲۰ زره کسان‌ یې قرنطین کړي چې د مارچ له ۱۰مې تر ۱۲مې د تبلیغیانو اجتماع کې یې برخه اخیستې وه.

چارواکي وايي په لسګونه زره نورو هغو کسانو پسې ګرځي چې د کرونا ویروس له ګواښ سره سره په لاهور کې دې تبلیغي اجتماع ته ورغلي ول.

د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر سلاکار او ویاند اجمل وزیر ویلي چې یو شمېر معاینه شویو تبلیغیانو کې د کرونا ویروس موجود دی.

اجمل وزیر ویلي اووه زره تبلیغیان په لاهور، اته زره په سند او پاتې ۵۳۰۰ نور تبلیغیان په خېبر پښتونخوا کې قرنطین شوي.

په لاهور کې د تبلیغي اجتماع جوړوونکو ویلي چې څه باندې یو لک کسان دې غونډې ته ورغلي ول.

چارواکو ویلي غواړي د دې غونډې ګډونوال معاینه او قرنطین کړي.

نور پورته کړئ

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG