د لاسرسي ځای

تازه خبر

شانګله کې د سکرو کانکیندونکو د نه خوړولو احتجاج


د خېبر پښتونخوا په شانګله کې احتجاج کوونکي.
د خېبر پښتونخوا په شانګله کې احتجاج کوونکي.

د جولای پر۱۱مه د خېبر پښتونخوا د شانګلې په الپورۍ کې د سکرو کانکیندونکو او د دوی لپاره د کارکونکیو مدني فعالانو د نه خوړولو درې ورځنې احتجاج هړتال پیل کړی.

دوی وايي، د دې سیمې ځوانان د کار پر مهال وژل شوي خو حکومت ورته هېڅ پام لرنه نه کوي او نه يې تر اوسه دې لړ کې قانون سازي کړې.

د سکرو کانکیندونکو د حقونو لپاره کار کوونکي (سموا) ادارې یو مشر علي باش خان مشال راډیو ته وویل: "دوی بیا بیا له حکومته غوښتنه کوي چې د کانکیندونکو د ژغورنې لپاره دې روزنیز پروګرامونه جوړې کړي او د سکرو کانونو مالکان د یو مزدور د وژل کېدو وروسته هغه ته ۴ یا ۵ لکه روپۍ ورکوي نو باید چې حکومت دغه مالکان هم پابند کړي چې دا معاوضه به ورته زیاته کړي او باید چې د دې لپاره قانون سازي وکړي."

هم دا شان یو بل تن سهراب خان هم په دې اړه مشال راډیو ته وویل: "دوی له ډېر وخته احتجاجونه کوي خو حکومت پرې توجه نه ورکوي نو که دا ځل يې حکومت غوښتنې ونه منلې نو د نامالومه مودې پورې خپل دغه احتجاج غځوي."

مشال راډیو چې د دې خلکو دا غوښتنه د خېبر پښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ غړي فېصل زیب وپوښتل د نوموړي وینا وه چې هم ده دا مسله په صوبايي اسمبلۍ کې راپورته کړې او ډېر ژر به په دې قانون سازي سرته ورسي او په دې کې د دوی د حقونو خیال ساتل شوې او د معاوضې زیاتولو او روزنې ورکولو اقدامات پکې هم شامل دي. نو انشا الله ډېر ژر به دا مسله حل شي.

ویل کېږي چې له ۲۰۰۸م کال راهیسې تر دې دمه د بلوچستان، سیند او خېبر پښتونخوا د سکرو په کانونو کې یوازې د شانګلې تر ۳۰۰۰ زرو زیات خلک وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG