د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: دوه کانکیندونکي ژوندي او اته مړه را-اېستل شوي


د کوټې له ډګرۍ کانه د راېستل شویو کانکیندونکیو مړي. ۲۰۱۹ز کال ۱۶م جولای
د کوټې له ډګرۍ کانه د راېستل شویو کانکیندونکیو مړي. ۲۰۱۹ز کال ۱۶م جولای

له کوټې څخه ۶۰ کلومیټره لیرې شمال ختیځ لور ته د ډګرۍ (ډیګاري) په سيمه کي د سکرو په یوه کان کې له شوې چاودنې هلته په نښتو کانکیندونکیو کې دوه یې ژوندي او د اتو یې مړي را-اېستلي دي او یو لاهم نښتی دی.

دا خبره د بلوچستان حکومت یوه ویاند لیاقت شاهواڼي د مشال راډيو همکار ایوب ترین ته کړې. تر دې وړاندې د طبعي ناروینونو سمبالولو ادارې یوه مشر عمران زرکون د سېشنبې ګهیځ زموږ له همکار سره په خبرو کې وویل چې د ټولو کسانو تر را-اېستلو پورې به یې کارروايي بې له ځنډه روان وي.

د کوټې ډګرۍ کې کانکیندونکي د کان چپه کېدو پس د خپلو همکارانو د را-اېستو هلې ځلې کوي. ۲۰۱۹ز کال، ۱۶م جولای
د کوټې ډګرۍ کې کانکیندونکي د کان چپه کېدو پس د خپلو همکارانو د را-اېستو هلې ځلې کوي. ۲۰۱۹ز کال، ۱۶م جولای

زرکون وویل چې د پېښې ښکار کان نېږدې څلور زره فوټه ژور کیندل شوی وو ځکه یې ژغورندویه او مرستندویه چارې له ځنډ او ځنډ سره مخامخېږي.

د دغه ځڼد پروړاندې د دوشنبې مازیګر کانکیندونکیو د کوټې پرېس کلب مخې ته یوه احتجاجي مظاهره هم وکړه او د حکومت خلاف یې شعارونه ورکول.

له مظاهرې سره په څنګ د بلوچستان لېبر فېډریشن مشر عبدالستار له مشال راډیو ته وویل، له حکومت سره داسې مشینونه نشته چې په کان کې دننه ګېس ختم کړي او هلته نښتي کسان ژوندي یا مړه راوباسي. بل د کانکیندونکیو بې غوري هم ده، دوی په دې ځان نه پوهوي او نه یې خبروي چې پېښه څنګه وشوه له څه څخه وشوه. نه سرکار او نه د کان مالکان په دې ځان خبروي چې پېښه له څه وجې وشوه او څنګه به یې مخه نیسي.

عبدالستار وویل، تراوسه پته نه لګېږي چې څو کسان بند پاته دي او بله دا چې کان ته شوه/کښته شویو کانکیندونکیو خپل نومونه هم نه دي لیکلي.

د کانکیندونکیو ټولنې یوه بل غړي بېګا شپه له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، ډېره درناکه پېښه ده. د کانکیندونکیو او کانونو د حفاظت لپاره پر شته قانون عمل نه کېږي او نه هم د هغه کسانو پرضد سرکار ګام اخیستی چې بې غوري کوي.

له خطره ډکه د سکرو مزدوري
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:37 0:00

د بلوچستان او خیبر پښتونخوا په ګډون د نورو پاکستان د کویلې په کانونو کې بیا بیا د ګېس چاودنې کېږي یا هم نړېږي چې د سکرو کانکیندونکیو اتحادیې په خبره هر کال لږ تر لږه ۲۰۰ کانکیندونکي پکې مري.

کانکیندونکي ولې بیا بیا له پېښو سره مخامخېږي؟

له مشال راډيو سره په خبرو کې د سکرو ټولنې مشرانو بیا بیا ویلي، داسې پېښې ځکه کېږي چې د کانونو سمبالولو ادارې ډېری سرکاري چارواکي، د کانونو مالکان لنډه دا چې هېڅوک هم خپله دنده په سمه توګه نه ترسره کوي.

همدا خبره د کانونو څارنې ادارې چارواکي هم مني او وايي چې له دوی سره دومره روزلي کسان نشته چې په ټولو سیمو کې د هر کان کره پلټنه او معاینه وکړي او د کانونو سمبالولو چارې بې مسلکه خلکو ته سپارل شوې دي.

XS
SM
MD
LG