د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره د نویو اقداماتو اعلان وکړ.
ټرمپ په سېشنبه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته د کورونا وایرس پر وړاندې د مبارزې لپاره د نویو اقداماتو اعلان داسې مهال کوي چې له وړاندې د دې هېواد په یو شمېر لویو ښارونو کې د خلکو د ګڼه ګوڼې ډېر ورځني فعالیتونه ځنډول شوي دي.
ټرمپ وویل: "زما اداره سپارښتنه کوي چې د ځوانو او روغتیا لرونکو په ګډون ټول امریکایان د امکان ترحده له کوره د تدریس په چاره کې ښکېل شي، په له لسو کسانو زیاتو ډلو کې له ګډون ډډه وکړي، له غیر ضروري سفرونو ډډه وکړي، په رستوانتونو، بارونو او د ډوډۍ خوړلو عمومي ځایونو کې له څښاک او خوړو ډډه وکړي."
په امریکا کې پر کرونا وایرس نژدې ۵ زره کسان اخته شوي او ۹۳ تنه یې ترې مړه شوي دی.