د لاسرسي ځای

تازه خبر
د کورونا وايرس د معلومولو لپاره د يوې ښځې تبه کتل کېږي
د کورونا وايرس د معلومولو لپاره د يوې ښځې تبه کتل کېږي

د کورونا وايرس په اړه معلومات شېبه په شېبه

په پاکستان کې د مارچ تر ۲۲مې په کورونا وايرس اخته کسانو شمېره ۶۴۵ ته رسیدلې ده. تر دا مهاله په دغه هېواد کې د دې وايرس له امله ۴ کسان مړه شوي دي.

ایران وايي د تېرې ورځې راهیسې هلته له کورونا وایرسه د ۱۳۵ نورو کسانو په مړینې سره په دغه هیواد کې له وایرسه د وژل شویو کسانو شمېر ۹۸۸ نهه سوه اته اتیاو ته رسېدلی. دا په ایران کې په کورونا کېسونو کې ۱۳ فیصده زیاتوالی ښيي.

د مړو شمېر نن د ایران روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور پر ټيليوژن په خبري غونډه کې ورکړ.نوموړي وویل په ۱۱۷۸ نورو کسانو کې د وایرس تصدیق پس په هیواد کې د وایرس ځپلو شمېر ۱۶۱۶۹ ته رسېدلی.

په عین حال کې ایران په هیواد کې د کورونا وایرس خپریدو مخنیوي لپاره په موقتي ډول د شا او خوا پنځه اتیا زرو قیدیانو د خوشې کولو پریکړه کړې ده. د عدلیې ویاند غلام حسین اسماعیلي نن (( د مارچ پر ۱۷مه )) وویل چې په خوشې شویو کې سیاسي قیدیان شامل دي. اسماعیلي زیاته کړه چې په جیلونو کې یې هم حفاظتي تدابیر په پام کې نیولي دي.

د چین پس ایران له کورونا وایرسه زیات متاثره هیواد دی.
ایران په هیواد کې د کورونا وایرس خپریدو مخنیوي لپاره په موقتي ډول د شا او خوا پنځه اتیا زرو قیدیانو د خوشې کولو پریکړه کړې ده. د عدلیې ویاند غلام حسین اسماعیلي نن (د مارچ پر ۱۷مه) وویل چې په خوشې شویو کې سیاسي او پنځوس فیصده یې له امنیت سره تړلې قیدیان دي.

په ایران کې د کورونا وایرس یوه ناروغه
په ایران کې د کورونا وایرس یوه ناروغه

پاکستان د کورونا وايرس له وېرې د شل اووریزو کرکټ لوبو سيالۍ (پاکستان سپر لېګ) ودرولې. معلومه نه ده چې د دې لوبو سيمي فاينل او فاينل به کله کېږي.

د چين د اوهان ښار ډاکټران د خېبرپښتونخوا ډاکټرانو سره د ويډيو کنفرنس له لارې د کورونا وايرس د مخنيوي لپاره خپلې تجربې شريکوي. په اړه یې دا ويډيويي راپور وګورئ.

د چين ډاکټرانو د خېبر پښتونخوا ډاکټرانو سره تجربې شريکې کړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:33 0:00

په پاکستان کې د کورونا وایرس د مریضانو شمېر په لاندې ډول دی.‌

سند ۱۷۲

پنجاب ۲۶

خیبر پښتونخوا ۱۶

بلوچستان ۱۶

ګلګت بلتستان ۵

اسلام اباد ۲

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG