د لاسرسي ځای

تازه خبر
د کورونا وايرس د معلومولو لپاره د يوې ښځې تبه کتل کېږي
د کورونا وايرس د معلومولو لپاره د يوې ښځې تبه کتل کېږي

د کورونا وايرس په اړه معلومات شېبه په شېبه

په پاکستان کې د مارچ تر ۲۲مې په کورونا وايرس اخته کسانو شمېره ۶۴۵ ته رسیدلې ده. تر دا مهاله په دغه هېواد کې د دې وايرس له امله ۴ کسان مړه شوي دي.

د کورونا وایرس د مریضانو شمېر په لاندې ډول دی.‌

سند ۱۵۵

خیبر پښتونخوا ۱۵

بلوچستان ۱۰

پنجاب ۶

ګلګت بلتستان ۵

اسلام اباد ۲

د پېښور په ليډي رېډينګ کې د کورونا مریضانو په څرنګه ځای کې ساتل کېږي؟

په لېډي ريډينګ کې د کورونا مریضانو لپاره انتظامات
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:04 0:00

د خېبر پښتونخوا حکومت په جېلونو کې د کرونا وايرس د مخنيوي په هدف د بنديانو په سزا کې د دوو مياشتو د کمي کولو پرېکړه کړې.

د مارچ پر ۱۶مه په پېښور کې د وزیر اعلا هاوس لخوا په خپور شوي بیان کي ویل شوي دي چې د صوبې اعلا وزیر محمود خان لخوا دغه پريکړه به په هغو قېدیانو نه عملي کیږي څوک چې د ترهګرۍ یا ریاست ضد مقدمو کي سزا شوي دي.

د خېبر پښتونخوا حکومت وايي په کومو خلکو کې چې د کورونا وایرس پخلی وشي نو هغو کورنيو ته به خوراکي مرستې کورونو ته رسوي.
د خېبر پښتونخوا د مرستو او بیاودانۍ څانګې د مارچ پر۱۶مه په يوه اعلاميه کې ويلي دي چې خوراکي مرستې به هغو کورنيو ته ورکړل کيږي چې په کرونا اخته ناروغان يې په سرکاري قرنطينونو کې وي. په دې مرستو کې شل کلو وړه، لس کلو وریژې، لس کلو بوره، پنځه کلو دال، شوده او تورې چای شاملې دي.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG