د کورونا وایرس د خورېدو مخنيوي لپاره پنجاب هم پوځ وروغوښت. د پنجاب وزیراعلی عثمان بزدار د مارچ په ۲۲مه په يوه خبري کنفرنس کې وويل چې د کورونا مخنيوي او قانون عملي کولو لپاره پوځ ته اړ دي.
تر دې مخکې سيند او بلوجستان صوبو هم ورته غوښتنه کړې ده.
په پاکستان کې د مارچ تر ۲۱مې د کورونا وړجنو (په کورونا وايرس اخته کسانو) شمېره ۶۹۳ ته رسیدلې ده. تر دا مهاله په هغه هېواد کې د دې وايرس له امله درې کسان مړه شوي دي.
د پاکستان د وفاقي او صوبايي حکومتونو چارواکو په وينا، په سند صوبه کې په ۳۵۹، په بلوچستان کې ۱۰۴، په پنجاب کې ۱۳۷، په اسلام اباد کې ۱۰، په ګلګت بلتستان او د پاکستان تر انتظام لاندې کشمير کې ۵۶ او په خيبر پښتونخوا کې په ۲۷ کسانو کې د دې وايرس پخلی شوی دی.
کورونا وایرس د ۲۰۱۹م کال په ډېسېمبر مياشت کې د چين په ووهان ښار کې راڅرګند شو چې اوس د نړۍ تر ۱۶۰ زياتو هېوادونو ته خپور شوی دی. تر دې دمه په نړۍ کې له دې وايرسه تر ۱۱ زره نهه سوه زيات کسان مړه شوي او تر دوه لکه ۹۰ زره زيات په اخته شوي دي. په دغو کې څه باندې ۹۳ زره کسان بېرته رغېدلي هم دي.