د کورونا وايرس له وېرې د سيند صوبايي حکومت د مارکيټونو، دفترونو او رستورانونو د تړلو پرېکړه کړې ده. يوازې د خوراکي موادو دکانونه به پرانیستي وي.
په پاکستان کې د وروستیو راپورونو له مخې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر ۲۵۴ ته رسېدلی دی. چارواکي وايي دا شمېر مخ په زیاتېدو دی.
کورونا وایرس د ۲۰۱۹ کال په ديسمبر کې د چين په اوهان ښار کې راڅرګند شو او تر دا مهاله یې په ټوله نړۍ کې ۱۹۸۰۰۰ تنه وهلي دي.
په پاکستان کې هم چارواکي وايي د وړجنو (وایرس وهلیو) شمېر مخ په زیاتېدو دی. په ټول هېواد کې د وړجنو شمېر په لاندې ډول دی.
سند ۱۸۱
پنجاب ۳۴
خیبر پښتونخوا ۱۶
بلوچستان ۱۶
ګلګت بلتستان ۵
اسلام اباد ۲
د خیبر پښتونخوا حکومت پر ولس غږ کړی چې د دوی په ورکړیو لارښوونو دې عمل وکړي او ولسي غونډې دې نه کوي.
نړۍ
نړۍ ۲۰۰ هېوادونو ته کورونا وايرس خور شوی او تر دې دمه يې نږدې ۸۰۰۰ کسان مړه کړي او شاو خوا دوه لکه يې اغېزمن کړي دي.
اروپايي ټولنېد کورونا وایرس د مخنیوي لپاره د ۲۷ غړیو هیوادونو پرته له نورو ټولو ملکونو سره تر یوې میاشتې سفري بندیزونه عملي کړي دي.
د اروپايي ټولنې مشرې اورسولا وان دیر لییان د مارچ په ۱۷ مه یوې خبري غونډې ته وویل، دا اوس پر اروپايي هېوادونو ده چې خپلې پولې له بهره د راتلونکیو پر مخ وتړي. له سفري بندیزونو سره به د د اروپايي وګړو د کورنیو پر غړیو، ډپلوماټانو، پرروغتیا کارمندانو او په دغه هېوادونو کې پر هغه اوسېدونکیو څه اغېز نه پرېیباسې چې اوږد مهالې ویزی لري.
له چین پس دا وخت اروپايې ټولنه د کورونا وایرس مرکز ګرځېدلې ده.
د خېبر پښونخوا وزیر اعلی محمود حان نن (د مارچ اتلسمه) اعلان وکړ چې په پېښور سيکريټريټ کې د روغتيا او اطلاعاتو له محکمو علاوه به نورې ټولې ادارې تړلې وي.
هغه د کورونا مخنیوي په اړه د کاري ډلې تر غونډې وروسته په پېښور کې خبريالانو ته وويل چې په کورونو او هوټلونو کې یې پر ودونو بندیز ولګاوه. دا کار د ډېرو خلکو د راغونډېدو مخنيوي لپاره شوی دی.
نوموړي همداراز وويل چې د نايانو دکانونه به هم د پنځلسو ورځو پورې بند وي. همداراز به بازازونه د سهار له لسو بجو څخه د ماښام تر اوو بجو پورې خلاص وي.
نن په خېبر پښتونخوا کې د کورونا وایرس درې نور کېسونه مخې ته راغلي دي. له دې سره په خېبر پښتونخوا کې پر دې وايرس د اخته کسانو شمېر ۱۹ او په پاکستان کې د کورونا وایرس ناروغانو شمېر ۲۴۹ ته ورسېد. د کورونا درې نوي وړجن د بونیر، پېښور او هنګو له سیمو دي.
بلخوا په پاکستان کې د کورونا وايرس له کبله د ټولو تعليمي ادارو امتحانات ځنډول شوي دي. د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود نن په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وويل چې هېڅ يوې تعليمي ادارې ته هم اجازت نه ورکوي چې له جون مياشتې مخکې امتحانات ترسره کړي.