د لاسرسي ځای

تازه خبر
د کورونا وايرس د معلومولو لپاره د يوې ښځې تبه کتل کېږي
د کورونا وايرس د معلومولو لپاره د يوې ښځې تبه کتل کېږي

د کورونا وايرس په اړه معلومات شېبه په شېبه

په پاکستان کې د مارچ تر ۲۲مې په کورونا وايرس اخته کسانو شمېره ۶۴۵ ته رسیدلې ده. تر دا مهاله په دغه هېواد کې د دې وايرس له امله ۴ کسان مړه شوي دي.

په اسلام اباد کې تفريحي ځايونه په عارضي توګه د نامعلوم وخت لپاره بند کړل شوي دي.

په اسلام اباد کې تفريحي ځايونه بند شول
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:07 0:00

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکو د مارچ په شپاړسمه نېټه خبر ورکړ چې په هرات کې د کورونا یوه بله مثبته پېښه هم په هرات ولایت کې ثبت شوې ده.

د دې ولایت ویاند وحیدالله مایار پرون ناوخته رسنیو ته وویل چې له دې تازه پېښې سره په ټول هیواد کې د کورونا ۲۲ مثبتې پېښې ثبت شوي چې ۱۳ یې په هرات، درې په سمنګانو، دوه په لوګر او یوه یوه په کاپیسا، بلخ، بادغیس او دایکونډي ولایتونو کې ثبت شوي دي.

د مایار په خبره په کورونا اخته او قرنطین شوي کسان اکثره په دې وروستیو کې له ایرانه راستانه شوي دي.

له ايران پر پوله افغانستان ته وراوښتونکي خلک معاينه کېږي
له ايران پر پوله افغانستان ته وراوښتونکي خلک معاينه کېږي

د پاکستاني وزیراعظم د اطلاعاتو سلاکارې فردوس عاشق اعوان هيله ښودلې چې ديني عالمان به د کورونا وايرس په اړه عامه پوهاوي زياتولو کې مرسته وکړي.
پر کورونا د اخته کېدو څخه مخنيوي لپاره په مسلسل ډول په صابن د لاسونو مينځل، مخ ته لار نه وروړل او له خلکو ځان ليري ساتل ضروري دي.

په نړۍ کې له کورونا وايرسه د مړو شوو کسانو شمېر د مارچ تر ۱۷مې پورې ۶۵۱۳ تنه دی.‌

د امریکا د جان هاپکنس د پوهنتون د شمېرو له مخې له چینه بهر له ۸۷ زرو زیات کسان د کرونا پر وایرس اخته شوي دي.

دغه وايرس د ۲۰۱۹ کال په ديسمبر کې د چين په اوهان ښار کې راڅرګند شوی وو.‌

د دغه ویروس چټکې خپریدا د نړۍ د اقتصادي ځوړ یا رکود خطر زیات کړی ځکه ډیر سوداګریز فعالیتونه موقتاً په ټپه دریدلي او د هیوادونو مرکزي بانکونه هم دې ته اړ شوي چې په مالي بازارونو کې د ویرې د خپرېدو د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي. ​

په قزاقستان کې يوې جلۍ د کورونا وایرس له وېرې ماسک اغوستی دی
په قزاقستان کې يوې جلۍ د کورونا وایرس له وېرې ماسک اغوستی دی

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG