د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزارت لخوا جاري شوې خبر پاڼه وايي د خېبر پښتونخوا د مذهبي امورو او اوقافو څانګې هم دیني عالمانو ته هدايات جاري کړي چې د جمعې په لمونځونو کې د ګڼې ګوڼې کمولو لپاره دې لمونځونه په دوو مرحلو کې او له تالارونو بهر وکړي.
په خېبر پښتونخوا کې تر دې د کورونا وایرس کېسونه پنځلس دي.
د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزارت وايي له دې وروسته يې حکومت پرېکړه کړې چې د راتلونکو پينځلسو ورځو لپاره به دفترونو ته د هغو سرکاري ملازمينو په ورتګ بنديز وي چې کارونه يې ډېر مهم نه دي يا يې عمرونه له پنځوسو کلونو زيات دي او د زړه يا شوګر ناروغي لري.
ښځينه ملازمينو ته به هم د پنځلسو ورځو رخصتۍ ورکوي. دا مهال په سند کې ۱۵۵، خیبر پښتونخوا کې ۱۵، بلوچستان کې ۱۰، پنجاب ۶، ګلګت بلتستان ۵ او اسلام اباد کې ۲ تنه په کورونا اخته ښودل شوي دي.
په پاکستان کې ماسکونه کم شوي دي
د مشال راډيو پر ټويټر پاڼه هم کولی شئ د کورونا وايرس په اړه له وروستيوو خبرونو او تازه معلوماتو ځان خبر کړئ.