د لاسرسي ځای

تازه خبر
د کورونا وايرس د معلومولو لپاره د يوې ښځې تبه کتل کېږي
د کورونا وايرس د معلومولو لپاره د يوې ښځې تبه کتل کېږي

د کورونا وايرس په اړه معلومات شېبه په شېبه

په پاکستان کې د مارچ تر ۲۲مې په کورونا وايرس اخته کسانو شمېره ۶۴۵ ته رسیدلې ده. تر دا مهاله په دغه هېواد کې د دې وايرس له امله ۴ کسان مړه شوي دي.

په پاکستان کې د مارچ تر ۲۱مې په کورونا وايرس اخته کسانو شمېره ۶۶۶ ته رسیدلې ده. تر دا مهاله په هغه هېواد کې د دې وايرس له امله درې کسان مړه شوي دي.

د پاکستان د وفاقي او صوبايي حکومتونو چارواکو په وينا، په سند صوبه کې په ۳۵، په بلوچستان کې ۱۰۴، په پنجاب کې ۱۳۷، په اسلام اباد کې ۱۰، په ګلګت بلتستان کې ۳۰، د پاکستان تر انتظام لاندې کشمير کې يو او په خيبر پښتونخوا کې په ۲۷ کسانو کې د دې وايرس پخلی شوی دی.

کورونا وایرس د ۲۰۱۹م کال په ډېسېمبر مياشت کې د چين په ووهان ښار کې راڅرګند شو چې اوس د نړۍ تر ۱۶۰ زياتو هېوادونو ته خپور شوی دی. تر دې دمه په نړۍ کې له دې وايرسه تر ۱۱ زره اته سوه زيات کسان مړه شوي او تر دوه لکه ۸۶ زره زيات په اخته شوي دي. په دغو کې څه باندې ۹۳ زره کسان بېرته رغېدلي هم دي.

​په پاکستان کې د مارچ تر ۲۱مې د کورونا وړجنو (په کورونا وايرس اخته کسانو) شمېره ۵۳۱ ته رسیدلې ده. تر دا مهاله په هغه هېواد کې د دې وايرس له امله درې کسان مړه شوي دي.

د پاکستان د وفاقي او صوبايي حکومتونو چارواکو په وينا، په سند صوبه کې په ۲۶۷، په بلوچستان کې ۱۰۴، په پنجاب کې ۹۶، په اسلام اباد کې ۱۰، په ګلګت بلتستان کې ۳۰، د پاکستان تر انتظام لاندې کشمير کې يو او په خيبر پښتونخوا کې په ۲۳ کسانو کې د دې وايرس پخلی شوی دی.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان – هیومېن رایټس واچ – پر پاکستان غږ کړی دی چې له کورونا وایرس څخه د ساتلو لپاره دې بندیانو ته ژر تر ژره د روغتيا مناسبې اسانتياوې برابرې کړي.

یاد سازمان ویلي چې پاکستاني چارواکي باید په بنديخانو او زندانونو کې د بندیانو شمېر کمولو لپاره هغه کسان ژر خوشي کړي چې ډېر خطرناک نه دي.

د خیبر قبایلي ضلعي انتظامي چارواکي وایي د لنډي کوتل د بېلا بېلو برخو شاوخوا ۷۸ کسان له عمرې ستانه شوي دي.

دوی وايي، دې کسانو ته یې ویلي چې غونډې نه جوړوي او لږ تر لږه تر دوو اونیو له خپلو کورونو نه راوځي.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG