د بلوچستان حکومت اعلان کړی دی چې د کورونا وایرس د خپرېدو مخنیوي لپاره یې پرېکړه کړې چې د کوټې ښار به تر راتلونکو ۲۱ ورځو په جزوي توګه بند وي.
د بلوچستان د کورنیو چارو وزارت تېر ماښام [د مارچ پر ۲۰مه] په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له ننه [د مارچ له ۲۱مې] به د کوټې ښار مارکېټونه ، سوداګرېز مرکزونه او رېسټورانونه تړلي وي.
د خيبر پښتونخوا حکومت د صوبې د سيلګرۍ ځايونه او سرکاري مېلمستونونه یا ريسټ هاوسونه د روغتيا څانګې ته سپارلي دي.
دا پرېکړه د مارچ پر ۲۰مه د وزیراعلا محمود خان په کور کې په شوې غونډه کې شوې ده.
په غونډه کې ویل شوي چې د صوبې ټول ریسټ هاوسونه به د ضرورت په وخت کې د دې لپاره استعمالېږي چې د کورونا وایرس مشکوک کسان پکې وساتل شي.
په پاکستان کې د مارچ تر ۲۱مې د کورونا وړجنو (په کورونا وايرس اخته کسانو) شمېره ۵۱۰ ته رسیدلې ده. تر دا مهاله په هغه هېواد کې د دې وايرس له امله درې کسان مړه شوي دي.
د پاکستان د وفاقي او صوبايي حکومتونو چارواکو په وينا، په سند صوبه کې په ۲۶۷، په بلوچستان کې ۹۲، په پنجاب کې ۹۶، په اسلام اباد کې ۱۰، په ګلګت بلتستان او د پاکستان تر انتظام لاندې کشمير کې ۲۲ او په خيبر پښتونخوا کې په ۲۳ کسانو کې د دې وايرس پخلی شوی دی.
د کرونا وایرس په اړه څو پوښتنې او د هغوی ځوابونه
د کورونا وايرس نښې او علایم څه دي؟
- تبه، ستوماني او وچ ټوخی د کورونا وایرس تر ټولو مهم علایم دي.
- ځینې ناروغان کېدای شي درد، د پوزې بهېدل او احتقان او د ستونې درد او نس ناسته هم ولري.
- دغه علایم معموملاً خفیف دي او په تدریج پیلېږي.
- ځینې خلک په بیماري اخته کېږي خو هېڅ نښې او علایم نه څرګندوي او د ناروغتیا احساس هم نه کوي.
- ۸۰٪ خلک له کومې خاصې درملنې پرته رغېږي.
- د هرو شپږو کسانو څخه چې په کرونا وایرس اخته کېږي یو کس نسبتاً جدي بیماري او تنفسي ستونزو سره مخ کېږي.
- د ډېر عمر لرونکي کسان او هغه خلک چې روغتیایي ستونزې لکه د وینې فشار، د زړه بیماري او شکر لري کېدای شي جدي بیمار شي.
- هغه کسان چې تبه، ټوخی او تنفسي ستونزې لري باید ډاکتر ته مراجعه وکړي.
څنګه کولای شم پوه شم چې زه په کویډ-۱۹ يا کورونا وايرس اخته شوی یم که په عادي والګي؟
په کورونا وايرس اخته کېدل او والګی ورته نښې او علایم لري او د دوی ترمنځ توپیر یواځې د لابراتواري معاینې او د ویروس د پېژندلو له لارې کېدلای شي.
که زما ماشوم په کورونا وايرس اخته شي څه ډول خطر سره به مخامخ شي؟
د ترلاسه شویو دلایلو پربنسټ، داسې نه ښکاري چې کویډ-۱۹ به د لویانو په نسبت کوچنیانو ته ډیر خطرناک وي. په داسې حال کې چې کوچنیان او نوي زوکړي ماشومان هم په دغه وایرس اخته شوي خو اکثریت پېښې یې تراوسه په لویانو کې دي.
آیا د کورونا وايرس نښې او علایم د کوچنیانو او لویانو ترمنځ مختلف دي؟
نه، کورونا وايرس په لویانو او کوچنیانو کې ورته نښې او علایم لري. خو هغه کوچنیان چې کورونا په دوی کې تايید شوی خفیف علایم یې څرګند کړي. په کوچنیانو کې رپوټ شوي علایم د والګې د علایمو په څېر دي او دغه راز تبه، د پوزې بهېدل او ټوخی دي. خواګرځېدل او نس ناستی هم په کوچنیانو کې رپوټ شوی.
تراوسه معلومه نه ده چې آیا هغه کوچنیان چې ځانګړي روغتیایي شرایط او طبي پاملرنې ته اړتیا لري جدي بیمارۍ سره اخته کېږي کنه.