په پاکستان کې د مارچ تر ۲۰مې له کورونا وايرسه د وژل شوو شمېر درې او پرې د اخته شوو شمېر ۴۸۱ دی.
د پاکستان د وفاقي او صوبايي حکومتونو چارواکو په وينا، په سند صوبه کې په ۲۴۹، په بلوچستان کې ۸۱، په پنجاب کې ۹۶، په اسلام اباد کې ۱۰، په ګلګت بلتستان او د پاکستان تر انتظام لاندې کشمير کې ۲۲ او په خيبر پښتونخوا کې په ۲۳ کسانو کې د دې وايرس پخلی شوی دی.
د نړۍ د نورو هېوادونو په شان په روس کې هم په کورونا وايرس اخته کسانو د درملني لپاره هلې ځلې رواني دي. د مسکو په يو ښارګوټي کې د يو لوی روغتون د جوړولو کار روان دی. تر دې وړاندې چين په ۱۰ ورځو کې دننه د کورونا وايرس ناورغانو لپاره روغتون جوړ کړی و.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان افغانستان سره د چمن لارې د پرانیستلو امر کړی دی. دا کار د دې لپاره شوی چې په دواړو هېوادونو کې د کورونا وايرس له وېرې د خوراک کمی پوره او پر دې لار تجارت روان پاتې شي.
په پاکستان کې د مارچ تر ۲۰مې د کورونا وړجنو (په کورونا وايرس اخته کسانو) شمېره ۴۶۴ ته رسیدلې ده. تر دا مهاله په هغه هېواد کې د دې وايرس له امله درې کسان مړه شوي دي.
د پاکستان د وفاقي او صوبايي حکومتونو چارواکو په وينا، په سند صوبه کې په ۲۳۸، په بلوچستان کې ۸۱، په پنجاب کې ۹۶، په اسلام اباد کې دوه، په ګلګت بلتستان او د پاکستان تر انتظام لاندې کشمير کې ۲۴ او په خيبر پښتونخوا کې په ۲۳ کسانو کې د دې وايرس پخلی شوی دی.
پاکستانیو چارواکو پر ولس غږ کړی چې له ګڼې ګوڼې دې خپلځانونه وساتي، مولونه یا ماسکونه دې وکاروي او د صفايي خیال دې وساتي. د چارواکو په خبره تر دا مهاله په هېواد کې د خوراکي موادو هېڅ کمښت نشته او د کورونا وايرس د مخنيوي او اغيز منو لپاره ځانګړي ګامونه اخیستل شوي دي.