د لاسرسي ځای

تازه خبر
د کورونا وايرس د معلومولو لپاره د يوې ښځې تبه کتل کېږي
د کورونا وايرس د معلومولو لپاره د يوې ښځې تبه کتل کېږي

د کورونا وايرس په اړه معلومات شېبه په شېبه

په پاکستان کې د مارچ تر ۲۲مې په کورونا وايرس اخته کسانو شمېره ۶۴۵ ته رسیدلې ده. تر دا مهاله په دغه هېواد کې د دې وايرس له امله ۴ کسان مړه شوي دي.

کورونا وایرس د ۲۰۱۹ کال په ډېسېمبر کې د چين په ووهان ښار کې راڅرګند شو چې اوس د نړۍ تر ۱۶۰ زياتو هېوادونو ته خپور شوی دی. تر دې دمه په نړۍ کې له دې وايرسه تر ۱۰ زره زيات کسان مړه شوي او څه باندې دوه نيم لکه زيات په اخته شوي دي. په دغو کې څه کم ۹۰ زره کسان بېرته رغېدلي هم دي.

په پاکستان کې د کورونا وړجنو (په کورونا وايرس اخته کسانو) شمېره ۴۵۶ ته رسیدلې ده.

په تېر يوه شواروز کې په کراچۍ او خيبر پښتونخوا کې په مجموعي توګه ۱۵۴ کسانو کې د دې وايرس پخلی شوی دی.

تر دا مهاله په هغه هېواد کې د دې وايرس له امله دوه کسان مړه شوي دي.

د پاکستان د وفاقي او صوبايي حکومتونو چارواکو په وينا، په سند صوبه کې په ۲۴۵، په بلوچستان کې ۸۱، په پنجاب کې ۸۰، په اسلام اباد کې پنځو د پاکستان تر انتظام لاندې کشمير کې ۲۴ او په خيبر پښتونخوا کې په ۲۳ کسانو کې د دې وايرس پخلی شوی دی.

تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې د کورونا وايرس له امله څه د پاسه ۱۰ زره کسان مړه شوي دي، په ۲۴۵۶۵۲ کسانو کې د دې وايرس پخلی شوی دی او څه د پاسه اته اتیا زره کسان د علاج نه پس صحت منده شوي دي.

پاکستانیو چارواکو پر ولس غږ کړې چې له ګڼې ګوڼې دې خپلځانونه وساتي، مولونه یا ماسکونه دې وکاروي او د صفايي خیال دې وساتي. د چارواکو په خبره تر دا مهاله په هېواد کې د خوراکي موادو هېڅ کمښت نشته او د کورونا وايرس د مخنيوي او اغيز منو لپاره ځانګړي ګامونه اخیستل شوي دي.

په پاکستان کې په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېر د مارچ تر ۲۰مې سهار ۴۴۸ ته رسېدلی او بلخوا له دې وايرسه درې کسان مړه شوي دي. له کورونا وایرسه دوه کسان مړه شوي دي.

سيند ۲۳۸

بلوچستان ۸۱

پنجاب ۸۰

ګلګت بلتستان - د پاکستان تر انتظام لاندې کشمير ۲۴

خېبر پښتونخوا ۲۳

اسلام اباد ۲ ​

کورونا وایرس د ۲۰۱۹ کال په ډېسېمبر کې د چين په ووهان ښار کې راڅرګند شو چې اوس د نړۍ تر ۱۶۰ زياتو هېوادونو ته خپور شوی دی. تر دې دمه په نړۍ کې له دې وايرسه تر ۱۰ زره زيات کسان مړه شوي او څه باندې دوه لکه ۴۶ زره په اخته شوي دي. په دغو کې څه باندې ۸۸ زره بېرته رغېدلي هم دي.

د کورونا وایرس په اړه مشهورې شوې ۵ غلطې خبرې

د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته رسيدلی، کورونا وایرس په اړه په خلکو کې بېلا بېلو قېصې مشهورې شوې دي. د روغتیا نړیوالې ادارې په دې کې د ځینو قیصو په اړه وضاحت خپور کړی.

د روغتيا نړيواله اداره وايي دا لاندې خبرې حقیقت نه لري:

  • په تودو يا يخو اوبو سره د کورونا درملنه کېږي
  • په تاوده موسم کې به کورونا وايرس ختم شي
  • اينټي بايوټيک کورونا وایرس له منځه وړي
  • کورونا وایرس يوازې په زړو خلکو کې راښکاره کېږي
  • اوږه د کورونا وايرس مخنيوی کوي
د کورونا وايرس په اړه ۵ مهم وضاحتونه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:09 0:00

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG