په پاکستان کې له کورونا وایرسه دوه کسان مړه شوي دي. همداراز تر دې دمه پر دې وایرس د اخته کسانو شمېر ۳۸۱ ته رسېدلی دی. چارواکي وايي دا شمېر مخ په زیاتېدو دی.
- سيند ۲۱۷
- پنجاب ۷۸
- بلوچستان ۴۵
- خېبر پښتونخوا ۲۳
- ګلګت بلتستان - د پاکستان تر ادارې لاندې کشمير ۱۶
- اسلام اباد ۲
کورونا وایرس د ۲۰۱۹ کال په ديسمبر کې د چين په اوهان ښار کې راڅرګند شو او اوس د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې خپور شوی دی.
په بلوچستان کې د کورونا وايرس مریضان تر دې دمه پنځه څلويښتو ته رسېدلي دي. د ايران او افغانستان سره پولې تړلې دي او تجارت په ټپه ولاړ دی.
په مرکزي ښار کوټه کې هم د دې وايرس له وېرې کاروبار خراب شوی دی. صمد شبنم یې په اړه راپور لري.
د صمد شبنم ويډيو
د خېبر پښتونخوا د وزیراعلی سلاکار، اجمل وزیر وويل چې په خېبر پښتونخوا کې د کورونا وايرس ځپلو کې يوه مېرمن هم شامله ده.
بلخوا د خېبر پښتونخوا د صحت سیکريټري وايي چې په پېښور، مردان او بونير کې يې څو کلي قرنطین کړي دي او په هر چا کې چې د کورونا نښې څرګندې شي، هغه به له نورو بېلوي.
د صحت سيکريتري يحيی اخونزاده د مارچ په ۱۹مه مشال راډيو ته وويل چې د مردان په يو کلي کې یو سړی له کورونا وايرسه مړ شوی دی. دغه کس له سعوديعرب څخه تر عمرې ادا کولو وروسته په کليکې خېرات کړی وو نو وېره ده چې ښايي ټول کلی پر دې وايرس اخته وي.
د خېبر ډپټي کمشنر محمود اسلم د مارچ په ۱۹مه مشال راډيو ته وويل چې د خیبر باړې شلوبر قوم کې په یو دیرش کلن ځوان کې د کورونا وایرس تصدیق شوی دی.
دغه تن په پیښور پولیس سروسز روغتون کې تر علاج لاندې دی او شلوبر سیمې ته روغتيايي ټیمونه لېږل شوي دي.
د خېبر د صحت محکمې چارواکي وایې لومړي مالومات ښيي چې دغه سړي په کارخانو مارکيټکې درملتون درلود او په دې وروستيوو کې يې پينډۍ ته هم يو سفر کړی وو.