د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورونا وبا په ایران کې ۹۸۸ تنه وژلي


د ایران په یوه روغتون کې کورونا وهلی ناروغ
د ایران په یوه روغتون کې کورونا وهلی ناروغ

ایران وايي د تېرې ورځې راهیسې هلته له کورونا وایرسه د ۱۳۵ نورو کسانو په مړینې سره په دغه هیواد کې له وایرسه د وژل شویو کسانو شمېر ۹۸۸ نهه سوه اته اتیاو ته رسېدلی. دا په ایران کې په کورونا کېسونو کې ۱۳ فیصده زیاتوالی ښيي.

د مړو شمېر نن د ایران روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور پر ټيليوژن په خبري غونډه کې ورکړ.

نوموړي وویل په ۱۱۷۸ نورو کسانو کې د وایرس تصدیق پس په هیواد کې د وایرس ځپلو شمېر ۱۶۱۶۹ ته رسېدلی.

په عین حال کې ایران په هیواد کې د کورونا وایرس خپریدو مخنیوي لپاره په موقتي ډول د شا او خوا پنځه اتیا زرو قیدیانو د خوشې کولو پریکړه کړې ده.

د عدلیې ویاند غلام حسین اسماعیلي نن (( د مارچ پر ۱۷مه )) وویل چې په خوشې شویو کې سیاسي قیدیان شامل دي. اسماعیلي زیاته کړه چې په جیلونو کې یې هم حفاظتي تدابیر په پام کې نیولي دي.

د چین پس ایران له کورونا وایرسه زیات متاثره هیواد دی.

ایران په هیواد کې د کورونا وایرس خپریدو مخنیوي لپاره په موقتي ډول د شا او خوا پنځه اتیا زرو قیدیانو د خوشې کولو پریکړه کړې ده.

د عدلیې ویاند غلام حسین اسماعیلي نن (د مارچ پر ۱۷مه) وویل چې په خوشې شویو کې سیاسي او پنځوس فیصده یې له امنیت سره تړلې قیدیان دي. اسماعیلي زیاته کړه چې په جیلونو کې یې هم حفاظتي تدابیر په پام کې نیولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG