په ایران کې د کرونا وایرس د خورېدو مخنيوي ادارې مشر خبرداری ورکړی چې د دې وایرس د خورېدو موجوده کچه دوام وکړي نو د هېواد طبي سهولتونه به یې پر وړاندې کم شي.
دا خبره پرون د ایران سرکاري خبري ایجنسۍ ارنا د علي رضا ذالي د خولې وکړه.
په دغه هېواد کې د کرونا وایرس له وجې د مړو شویو کسانو شمېر له ۷۲۰ اوښتی دی.
د ایران په ټولو هسپتالونو کې د ناروغانو لپاره ۱۱۰۰۰۰ (یو لاک لس زره) کټونه دي. علي رضا ویلي چې تر اوسه په دې هېواد کې ۱۳۰۰۰ کسان په کرونا وایرس اخته دي. په دې حساب د چین او اټلي نه وروسته په ایرن کې د کرونا وایرس د ناروغانو شمېر له ټولو هېوادونو زیات دی.
یواځې په پرونۍ ورځ کې په ایران کې د کرونا وایرس ۱۱۳ ناروغان مړه شوي چې ورسره په دغه هېواد کې د یادې ناروغۍ لوجې د مړیو شمېر۷۲۴ ته ورسېده.
ایران د کرونا وایرس له بحران سره د مبارزې لپاره د پېسو نړیوال صندوق یا آيي ایم ایف څخه د پنځو اربو ډالرو پور غواړي.