د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روس ځانګړی عدالت د اییني بدلونونو په اړه پرېکړه کوي‌


د روس پارلمان
د روس پارلمان

د روس په یو عدالت کې پرون د اییني بدلونونو یا ترامیمو په اړه بیړنۍ اورېدنه پیل شوې ده.

په دې ترامیمو کې د نورو بدلونونو تر څنګ د ۲۰۲۴ کال په ولسمشریزو انتخاباتو کې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امیدوار په حیث برخه اخیستلای شي.

۶۷ کلن پوټین د دې ترامیمو د لاسلیکولو په وخت د مارچ پر ۱۴مه وویل، دی تمه لري چې دا به په راتلونکې اوونۍ کې منظور کړل شي.

له دې مخکې د روس په سرکاري ویبپاڼه ویل شوي وو چې دا ترامیم د روس ټولو سیمه ییزو پارلیمانانو منظور کړي دي.

ټاکل شوې چې د دې ترامیمو په اړه به په راتلونکې میاشت کې ولسي خلک هم رایې ورکوي.

ولادیمیر پوتین له تیرو دوو لسیزو راهیسې د څلورو دورو لپاره وزیراعظم او یا ولسمشر پاتې شوی دی.

نوموړی د دې ترامیمو منظورولو په هڅو کې دی خو تر اوسه یې دا نه دي ویلي چې په راتلو نکیو انتخاباتو کې به برخه اخلي او که نه.

په دې ترامیمو کې د نورو معامالاتو تر څنګ په نړیوالو اصولو او قوانینو د روس قوانینو ته فوقیت ورکړل شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG