د ایران حکومت د نوي کورونا وايرس د مخنیوي لپاره د پیسو له نړیوال صندوق څخه د پنځه اربه (میلیارده) ډالرو پور غوښتنه کړې ده.
د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف د مارچ پر ۱۲ ناوخته پر خپل ټويټر ليکلي چې د ايران مرکزي بانک د پيسو نړيوال صندوق څخه د کورونا وايرس د مخنيوي لپاره د پور غوښتنه کړې او بايد دغه صندوق په مسولانه توګه مرسته ورسره وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په ایران کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر په زیاتېدو دی او د وروستیو راپورونو له مخې د ایران د ستر مذهبي مشر ایتالله علي خامنه يي سلاکار علي اکبر ولایتي هم په کورونا وایروس اخته شوی دی.
د ایران نیمه دولتي خبري اژانس راپور ورکړی چې ولایتي په قرنطین کې دی. ایراني چارواکي ویلي دي چې د ۵۷ نورو کسانو له مړینې سره اوس په دې هېواد کې په کورونا وایروس د اخته کېدو له کبله د مړو شمېر ۴۲۹ کسانو ته لوړ شوی دی
د ایران د روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور پرون (د مارچ پر ۱۲مه) وویل چې په دې ناروغۍ د اخته کسانو ټول شمېر تر ۱۰ زره اوښتی دی.
د ایران رژیم د کورونا وایرس د مخنیوي په برخه کې له ستونزو سره لاس ګرېوان دی.