سعودي عرب د کورونا وايرس د خطر له وجې د اروپايي ټولنې د هېوادونو ترڅنګ، د پاکستان په شمول له ۱۲ نورو هغو سره د سفري بنديزونو اعلان کړی دی.
سعودي چارواکو دا اعلان تر هغې وروسته چې د زيارت په ورځ، په دغه هېواد کې د کورونا وايرس ۲۴ پېښې ثبت شوي. له دې سره په سعودي کې د کورونا وايرس وهليو کسانو شمېر ۴۵ ته لوړ شو.
د رويټرز اژانس د یو راپور تر مخه سعودي عرب د هند سره هم پر هوايي سفر بنديز لګولی دی. سعودي وار له مخه پر عمرې هم بنديز لګولی دی.
د سعودي دولتي خبري اژانس د کورنيو چارو وزارت د يوه چارواکي په حواله ويلي حکومت د دغو بندېزونو لاندې هېوادونو کې خپلو وګړو ته ۷۲ ساعتونه وخت ورکړی چې خپل هېواد ته ستانه شي.
د سعودي حکومت د جي ۲۰ هېوادونو د وزيرانو غونډه، چې ټاکل شوې وه راتلونکې اوونۍ په رياض کې وشي، هم ځنډولې ده.