د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هلمند کې افغان ځواکونو وسله نیولې ده


په افغانستان کې د هلمند امنیتي چارواکي وايي، د امنیې قومانذاني استخبارتي ځواکونو په لښکر بازار سیمه کې (۳۷۲۰) میله بېلابېله وسله چې په یو لوی باروړونکي موټر کې ځای پر ځای شوې وه نیولې ده.

د هلمند امنيې قوماندانۍ د مارچ په دولسمه يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د دې پيښې په تړاو تر دې مهاله څوک نه دي نیول شوي پوليس هڅه کوي چې د پېښې عاملين ونيسي او د قانون منګولو ته وسپاري‌.

بلخوا په لوګر کې پولیسو ۳۱۸ کیلو نشه يي توکي نیولي.

د لوګر امنیتي چاواکي وايي، چې پولیسو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د مرکز اړوند ابچکان سیمه کې ۳۱۸ کیلو نشه يي توکي نیولي دي.

د مارچ پر ۱۲مه د لوګر امنیې قوماندانۍ ویاند څارمن شاپور احمدزي مشال راډیو ته وویل، د نشه يي توکو قاچاق کوونکو پولیسو سره جګړه هم کړې، خو ځاني زیان په کې نه دی اوښتی.

ده وویل، د یادو نشه يي توکو په تړاو دوه کسان نیول شوي، چې دا مهال د پولیسو په بند کې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG