د خوست چارواکي وايي، د مارچ پر نهمه مازیګر لمانځه مهال د اسماعیل خېلو او مندوزیو په ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ جګړه شوې چې پکې د یوې کورنۍ څلور کسان وژل شوي.
د خوست د والي ویاند طالب منګل مشال راډیو ته وویل، په پېښه کې د بلې کورنۍ درې کسان ټپیان دي.
دی وايي، په لپوریو کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ لفظي شخړه په وسله واله نښته واوښته.
منګل زیاته کړه تر پېښې وروسته پولیسو سیمه کلابنده کړه او څېړنې یې پیل کړې.