د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعودي عرب کې د شاهي کورنۍ درې غړي نیول شوي


د سعودي عرب شهزاده محمد بن سلمان.
د سعودي عرب شهزاده محمد بن سلمان.

د امریکايي رسنيو وايي، د مارچ پر اوومه په دغو نيول شویو کسانو کې شهزاده احمد بن عبدلعزيز السعود هم شامل دی چې د پاچا سلمان ورور دی.

هغه په ۲۰۱۷ز کال کې د شهزاده محمد بن سلمان د ولي عهدپه توګه د ټاکنې مخالفت کړی وو.

د امریکايي ورځپاڼې وال سټريټ ژورنال د راپور له مخه د شاهي کورنۍ درې کسان شهزاده احمد او د پاچا سلمان وراره او شهزاده محمد بن نايف د سعودي عرب شاهي ساتونکو نن سهار وختي له خپلو کورونو سره د هېواد غدارۍ په تورونو ګرفتاره کړي دي بلخوا نيو یارک ټايمز ورځپاڼه په دې اړه په خپل راپور کې زیاتوي چې په نيول شویو کسانو کې د شهزاده نايف کشر ورور شهزاده نواف بن نايف هم شامل دی.

تر دا مهال په دې اړه سعودي چارواکو څه نه دي ويلي.

ولي عهد محمد بن سلمان د واک تينګ ساتلو لپاره يوشمېر پيژندل شوي ملایان، فعالان او هم دا رنګه شهزادګان او لوی کاروبارایان نيولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG