امریکا د ملګروملتونو د امنیت شورا له نورو غړو سره د هغه پرېکړه لیک د مسودې په اړه بحثونه پیل کړي چې د امریکا او طالبانو د سولې هوکړه تاییدوي.
فرانس پرېس اژانس چې د دې پرېکړه لیک متن یې ترلاسه کړی وايي چې د پرېکړه لیک له مسودې سره سم امنیت شورا د دې هوکړې هرکلی کوي.
په مسوده کې له ټولو هېوادونو، په تېره، له سیمه ییزو لوبغاړو غوښتل شوي چې د سولې د یوې دوامدارې او هر اړخیزې هوکړې لپاره د بریالیو خبرو د پرمختګ ملاتړ وکړي.
د پرېکړه لیک په مسوده کې پر افغان حکومت د فشار یادونه هم شوې ده چې دایمي او هر اړخیز اوربند ته د رسېدلو لپاره له طالبانو سره خبرې وکړي.
د فرانس پرېس اژانس له رپورټ سره سم، د پرېکړه لیک په مسوده کې همداراز راغلي چې امنیت شورا به د بین الافغاني خبرو له پیلېدو وروسته پر هغو بندیزونو بیا کتنه وکړي چې له ۲۰۱۱ز کال راهیسې د طالبانو پر غړو او ډلو لګول شوي دي.