د لاسرسي ځای

تازه خبر

له طالبانو سره به هر ډول تړون مشروط وي: ولسمشر غني


ولسمشر اشرف غني
ولسمشر اشرف غني

د افغانستان ولسمشر اشرف غني وايي، له طالبانو سره چې هر ډول تړون لاسلیک کېږي هغه به مشروط وي.

ولسمشر اشرف غني دا خبره د فرورۍ پر ۲۸مه ناوخته له یو شمېر والیانو سره د ویډيويي کنفرانس له لارې د خبرو پر مهال وکړه.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله راغلي چې دوي له طالبانو سره د خبرو په هره مرحله کې خپل شرطونه لري او که طالبان له جګړې لاس واخلي، شرطونه به تغيير وکړي.

ولسمشر غني په دې اړه نور تفصیل نه دی ورکړی.

وسله‌ والو طالبانو تر اوسه د مخامخ خبرو لپاره د افغان ولسمشر وړاندېز نه ‌دی منلی او ویل کېږي د دواړو لورو ترمنځ به د مارچ پر ۱۰مه خبرې پیل شي.

د افغانانو د خپلمنځي خبرو پیل د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون برخه ګڼل کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG