د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مقدونیا پولیسو ۴۰ ناقانونه کډوال او یو قاچاقبر نیولي


ارشیف
ارشیف

د شمالي مقدونیا پولیسو له یو ګاډې څخه ۴۰ ناقانونه کډوال او یو مشکوک انساني قاچاقبر نیولي دي.

د مقدونیا کورنیو چارو وزارت د فبرورۍ پر ۲۷ وویل، د ګاډې ۳۹ کلن ډرایور يې د پلازمینې سکوفیې د ۹۰ کلومیټره په فاصله د ویلیز د ښارګوټي څخه نیولی دی.

پولیس وايي په نیول شویو کې ۳۶ افغانان او ۴ پاکستانیان دي، چې له یونانه په غیرقانوني توګه وراوښتي ول.

د جنورۍ په لومړیو درېوو اونیو کې ټول ۱۳۶۵ کډوال نیول شوي چې شمالي مقدونیا ته په ناقانونه توګه ننوتي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG