د لاسرسي ځای

تازه خبر

ماه جبین قزلباش په پېښور کې خاورو ته وسپارل شوه


د ماه جبین جنازه
د ماه جبین جنازه

د پښتو وتلې سندرغاړې ماه جبین قزلباش په چارشنبه په پېښور کې د زړه له ناروغۍ مړه شوه او په پنجشنبه د پېښور په ګلګشت کالونۍ کې خاورو ته وسپارل شوه.

پر هغې سږکال د جنورۍ په اوله نېټه د زړه دوره راغلې وه او له هغې راهيسې بېهوشه وه او چارشنبه يې د پېښور په ليډي رېډنګ هسپتال کې ساه ورکړه.

ماه جبین قزلباش
ماه جبین قزلباش

ماه جبین قزلباش په ۱۹۵۸ز کال کې په پیښور کې زېږېدلی او لویه شوې وه. هغه په خټه قزلباش وه، نیکه یې د افغانستان له هراته و کندهار او پلار یې بیا پیښور ته کډه شوی وو.

هغې د قبایلي سیمې اورکزو د پښتو فلمونو له تکړه اداکار اېمل خان سره واده کړی وو، هغې دوه زامن او يوه لور لرله.

ماه جبینې په زرګونو سندرې ویلې وې چې په افغانستان او پاکستان کې ډېر مینوال لرل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG