د لاسرسي ځای

تازه خبر

ککړې هوا د سا ناروغۍ ډېرې کړې دي


د ای کیو ایېر (IQAir) په نوم نړیوالې اداری ویلي چې د هوا د ککړتیا له کبله د ساه رنځونه ډېر شوي دي او دا وخت د نړۍ د ابادۍ ۹۰ فیصده خلک غیرمحفوظه ساه اخلي.

د راپور له مخې دا وخت د نړۍ په ۲۰۰ ښارونو کې د هوا ککړتیا تر ټولو لويې کچې ته رسېدلی او د دې ښارونو ۹۰ فیصده په چین، هند، پاکستان او انډونیشیا کې دي.

د ابادي پر اساس د هوا تر ټولو ډېر خچنوالی په بنګله دیش کې ثبت شوی او بیا په دغه فهرست کې د پاکستان، منګولیا، افغانستان او هند نومونه راځي.

دا مالومات د ای کیو ایر ګروپ او ګرین پیس له خوا د دوه زره نورلسم په راپور کې خپاره شوي دي. د راپور لپاره د نړۍ د ۵۰۰۰ ښارونو نه مالومات راټول کړل شوي دي.

په راپور کې راغلي چې د پي ایم ۲.۵ په نوم ډېره واړه اجزا د سږیو له لارې وینې ته ننوځي او د سالنډۍ، ناسور (کینسر) او زړه رنځونه زېږوي.

دا اجزا د ځنګلونو د وهل کېدو او تېلو، ګیسو او کویلې د سوځېدو په نتیجه کې په هوا کې ورګډېږي.

د هند نوی ډیلی، د پاکستان لاهور، د بنګله دېش ډاکه، د چین تیانجین او د انډونیشیا جکارته د نړۍ داسې ښارونه دي چېرته چې د هوا د دغه رقم ککړتیا تر ټولو ډېره ده. د چین ووهان سیمه چېرته چې د کورونا وایرس خپور شوی هم په دې فهرست کې شامل دی.

د روغتیا نړیوالې ادارې ډبلیو اېچ او ویلي چې په هوا کې د پي ایم ۲.۵ د خطرناکو اجزاو د موجودګۍ له کبله خواوشا اووه میلیونه کسانو له وخته وړاندې ژوند بایللی دی.

د ای کیو ایېر مشر ویلي چې د هوا ککړتیا په نړۍ کې روغتیا ته تر ټولې لوی خطر دی او دا وخت د نړیوالې ابادۍ ۹۰ فیصده خلک غیرمحفوظه ساه اخلي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG