د لاسرسي ځای

تازه خبر

هرات کې د کورونا وایرس درې مشکوکې پېښې تایيد شوي


په هرات ولايت کې په کورونا وایرس د درو کسانو د اخته کېدو مشکوکې پېښې تایيد شوې دي.

د هرات د حوزوي روغتون د انتاني ناروغيو د څانګې مشر محمد ابراهيم بسيم د فبرورۍ پر ۲۳مه، مشال راډيو ته وويل، دغه کسان په وروستيو کې له ايرانه ستانه شوي ول.

بسيم زياته کړه، هغه درې کسان د تشخيص لپاره کابل ته لېږدول شوي، خو د معاينې نتايج يې لا معلوم نه دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې، سمپلونه تر څېړنې لاندې دي او تر ۲۴ ساعتونو پورې به نتیجه اعلان شي.

هغه زیاته کړه: "[نمونې] اخیستل شوي، تر مشاهدې لاندې دي او نتیجه یې تر ۲۴ ساعتونو پورې معلومېږي."

بلخوا د هرات په اسلام کلا بندر کې د صحي مرکز مسوول نور احمد احمدي ويلي، هغه ٣٦ کسان چې په وروستيو کې د ايران له قُم ښار څخه ستانه شوي وو، د دوو اوونيو لپاره قرنطين شوي دي.

د ايران په قم ښار کې د کورونا وایرس د خپرېدو پېښې تر نورو سيمو زياتې وې.

کورونا وایرس لومړی ځل د چین په ووهان ښار کې پیدا او بیا د هغه هېواد نورو ښارونو او یو شمېر هېوادونو ته خپور شو.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار تېره ورځ له مشال راډيو سره په خبرو کې ويلي وو چې د عامې روغتیا وزیر په دې اړه له بېلابېلو ارګانونو سره بیړنۍ غونډه کړې او روغتیايي ټيمونو ته یې دنده سپارلې چې جدې څارنه وکړي.

روغتیا پالان وايي،حکومت باید د نورو تدابیرو ترڅنګ د سرحد تړل هم د یو ممکنه اقدام په توګه په پام کې ونیسي.

افغان حکومت تر دې مخکي اعلان کړی وو چې د چین له ووهان ایالته افغان محصلین پلازمېنې کابل ته رالېږدوي.

خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت تېره ورځ وویل چې، هغوی په ایران کې د کورونا وایرس د پېښو له ثبتېدو وروسته یو ځل بیا په دې اړه غور کوي، څو دغه محصلین په خوندي ډول انتقال شي.

د راپورنو پر بنسټ ویل شوي چې تر اوسه له ۳۰ څخه په ډېرو هېوادونو کې خلک په دې وایرس اخته شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG