د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران پارلېماني ټاکنو کې سخت دریځو زیاتې رایې اخېستي


تمه کېږي چې د ایران د پارلېماني ټاکنو لومړنۍ نتیجې به د فبرورۍ پر ۲۳مه اعلان شي.

خو دا تقریباً ښکاره ده چې بنسټ پالو او سخت دریځو پکې ډېرې رایې اخیستې دي.

داسې څرګندیږې چې د فبرورۍ پر ۲۱مه په ترسره شویو پارلیماني ټاکنو کې د پخوا پرتله کمو خلکو برخه اخیستې وه.

داسې ښکارېده چې په دې ټاکنو کې به بنسټ پالي په ګټه کې وي هغه ځکه چې تر انتخاباتو وړاندې په زرګونه اصلاحات غوښتونکي او نسبتاً منځلاري کاندیدان رد کړل شوي وو. امریکا دا عمل غندلی وو.

د ایران د انتخاباتو ملي ادارې د فبرورۍ پر ۲۲مه ناوخته ویلي چې هغوی له ۲۰۸ انتخابي حلقو څخه د ۷۱ حلقو رایې شمارلې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG