په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت وايي چې په ۲۰۱۹م کال کې په یاد هیواد کې تشدد ۳۴۰۴ عام وګړي وژلي او ۶۹۸۹ یې نور ټپي کړي وو.
د یاد ماموریت له خوا د فرورۍ پر ۲۲مه په خپاره شوي رپورټ کې ویل شوي، دا پرلپسې شپږم کال دی چې په افغانستان کې هر کال تر ۱۰ زره زیاتو عامو خلکو ته مرګ ژوبله رسېدلې ده.
دا رپورټ په داسې وخت کې راغلی چې افغان چارواکو د فبرورۍ ۲۲مې له نیمې شپې په عملي توګه په تاوتریخوالي کې د کمي اعلان کړی دی.
طالبان، امریکا او افغان ځواکونه سره سلا شوي دي چې تر یوې اوونۍ به په تشدد کې کمی راولي.
ټاکل شوې ده چې تر هغې وروسته به د فبرورۍ پر ۲۹مه د امریکا او طابانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شي.