د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین: د کورونا وایروس پېښې کمې شوې دي


د چین په یوه روغتون کې پر کرونا وایروس باندې د اخته کس درملنه
د چین په یوه روغتون کې پر کرونا وایروس باندې د اخته کس درملنه

چین وايي چې پر کرونا وایروس د اخته کېدونکو کسانو شمېر خورا کم شوی او ورسره هیلې پیدا شوي چې دا ساري ناروغي ممکن کنټرول شي.

د چین د روغتیا ملي کمېسیون نن پنجشنبه اعلان وکړ چې ۶۲۸ نوې قضیې یې ثبت کړې دي.

دا کمېسیون همداراز وايي چې ۴۵ نورې قضیې یې د چین په نورو برخو کې ثبت کړې دي.

دا په نږدې یوه میاشت کې په هوبې ولایت او په ځانګړي ډول په ووهان ښار کې تر ټولو کم شمېر قضیې دي چې ثبت کېږي.

په مجموع کې تر اوسه پورې ۲ زره ۱۱۸ تنه په کرونا وایروس مړه شوي دي.

په چین کې تر ۷۴ زره ډېر کسان په کرونا وایروس اخته شوي.

همداراز په ۳۰ نورو هیوادونو کې سلګونه کسان په دې وایروس اخته شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG