د لاسرسي ځای

تازه خبر

له طالبانو سره هوکړې ته د رسېدو امکان وینو: ټرمپ


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، له طالبانو سره خبرې دوام لري او دی له دې ډلې سره تړون ته د رسېدو یو امکان ویني.

ټرمپ د فبرورۍ ۱۹مه واشنګټن ته نېږدې په اندرو هوایي اډه کې خبریالانو ته وویل حکومت یې له طالبانو سره خبرې کوي او یوې هوکړې ته د رسېدو چانس شته.

ټرمپ یو ځل بیا خپلې پخوانۍ خبرې تکرار کړې چې اوس مهال امریکا په افغانستان کې د قانون عملدارۍ ادارې په توګه کار کوي.

هغه وویل، افغانستان کې د تاوتریخوالي د ډېرېدو پلوی نه دی او نه غواړي چې میلیونونه کسان ووژني.

ټرمپ دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې حساس پړاو ته رسېدلي او د رپوټونو ترمخه د دوی ترمنځ تړون لاسلیک ته چمتو شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG