د لاسرسي ځای

تازه خبر

په چین کې کورونا وایرس ۱۷۷۰ کسان وژلي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د چین د روغتیا ملي کمېسون د فبرورۍ پر ۱۷مه په خپل راپور کې ویلي، د فبرورۍ تر ۱۶ مې د کورونا وایرس له وجې د وژلو شویو کسانو شمېر ۱۷۷۰ ته پورته شوی.

چارواکي وايي، په ګرده نړۍ کې د کورونا وایرس له وجې ۷۱ زره کسان ناروغه شوي چې له ۷۰ زره زیات پکې په چین کې دي.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۰۴۸ نوي کیسونه مخې ته راغلي دي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په درو ورځو کې چارواکو ویلي وو، په دې وایرس د اخته شویو کسانو شمېره مخ په کمېدو ده، وړمه ورځ یواځې ۳۹ مثبت کیسونه مخې ته راغلي ول.

په چین کې د ۱۰۵ و نورو کسانو د وژل کېدو تازه خبر هم ورکړل شوی دی.

په همدې حال کې جاپاني چارواکو پر ساحل قرنطین شوې بېړۍ کې د ۷۰ نورو کسانو په کورونا وایرس د اخته کېدو راپور ورکړی چې ورسره د ټولو ناروغانو شمېره ۳۵۵ ته پورته شوې ده.

په دې سربېره د نړۍ په ۳۰ هیوادونو کې په کورونا وایرس ۵۰۰ نورې پېښې څارل شوې دي.

په فرانسه، هانګ کانګ، فلېپین او جاپان کې کورونا ۴ کسان وژلي هم دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG