د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین کې د کورونا وایرس له کبله د وژل شویو شمېر ۱۵۶۳ ته ورسېد


ارشیف
ارشیف

هغه کسان چې د چين پلازمېنې بيجينګ ته ستنېږي، ۱۴ ورځې اجباري قرنطین کېږي.

چینایي چارواکي هڅه کوي چې د کورونا وایرس د لا زیاتې خپرېدا مخه ونیسي.

بیجينګ ډېلي ورځپاڼې نن [د فبرورۍ پر ۱۵مه] خبر ورکړ که چا له قرنطین کولو ډډه کوله مجازات به شي.

خو تر اوسه دا څرګنده نه ده چې د اجباري قرنطین پروګرام به څرنګه پلي کېږي.

د دې ساري ناروغۍ د تلفاتو شمېر په چین کې ۱۵۶۳ ته رسېدلی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې په ټوله نړۍ کې تر ۶۷ زره ډېر کسان په کورونا وایرس اخته شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG