د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې عدالت د منظور پښتين ټول ضمانتونه منظور کړل


منظور پښتين (ارشيف)

په پاکستان کې عدالتونو د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتين د ضمانت درخواستونه منظور کړي او د هغه پر ضد جوړو شوو پنځو واړو مقدمو کې يې په ضمانت د هغه د خوشي کولو امر کړی دی.

د پښتين يو وکيل سعيد اختر نن [د فيبرورۍ پر ۱۵مه] تر عدالتي پرېکړې وروسته مشال راډيو ته وويل چې د ضمانتونو تر منظورۍ وروسته امکان شته چې منظور پښتين نن له ډېره اسماعيل خان زندانه خوشي کړل شي.

د پېښور پولیسو د جنورۍ پر ۲۷مه پېشلمي مهال پښتین ونیاو او ویلي یې ول چې دا کار یې د ډېره اسماعیل خان د پولیسو پر غوښتنه کړې. عدالت هغه وخت منظور پښتين د ۱۴ ورځو پر عدالتي ريمانډ زندان ته ولېږی.


پر منظور پښتين د ډېره اسماعيل خان په سټي تاڼه کې د جنورۍ پر ۱۸م نېټه مقدمه درج شوې وه چې پکې ويل شوي چې منظور پښتين د وزيرستان نايټ په نوم يوې غونډې ته په وينا کې ویلي و چې هغه د پاکستان د ۱۹۷۳م کال ايين نه مني ځکه چې د هغه په وينا دا ايين مکمل غلط او د بشري حقونو پرضد دی خو پښتين دا تورونه رد کړي دي.

پوليسو پر منظور پښتين د امن خرابولو، کرکې خورولو، له ايين څخه د مخ اړولو، د پاکستاني رياست پر ضد د سازش کولو او د ايين له ۱۴۴مې مادې د سرغړونې دفعې لګولې وې.


د ډېره اسماعيل خان يوه عدالت منظور پښتين ته وار له مخه په درو مقدمو کې ضمانت ورکړی و چې بيا وروسته نن د ټانک او بّاړي پور عدالتونو هم په يوه يوه مقدمه کې د هغه ضمانت منظور کړ.

د غورځنګ نيول شوو مشرانو پر ځان لګېدلي ټول تورونه رد کړي او دريځ لري چې دوی د ايين او قانون په چوکاټ کې دننه د خپلو حقونو لپاره غږ پورته کړی دی.

د مشال راډيو خبريال احمد شاه اعظمي له سعيد اختر سره په دې اړه مرکه کړې او په لومړي سر کې يې له هغه څخه د ضمانتونو د منظورۍ په اړه پوښتنه کړې.

"پاکستان کې عدالت د منظور پښتين ټول ضمانتونه منظور کړل"
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:16 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG