د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت په دوو مقدمو کې د منظور پښتين ضمانت منظور کړ


منظور پښتين د پوليسو په حراست کې
منظور پښتين د پوليسو په حراست کې

د ډېره اسماعيل خان يوه عدالت نن [د فېبرورۍ پر اتمه] د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتين د مقدمې اورېدنه وکړه او په دوو مقدمو کې يې د هغه ضمانت منظور کړ.

د پښتين يو وکيل سعيد اختر تر عدالتي پرېکړې وروسته مشال راډيو ته وويل چې پر منظور پښتين درې نورې وړې مقدمې جوړې شوې چې د هغوی اورېدنه به د راتلونکې دوشنبې په ورځ [د فېبرورۍ پر ۱۰مه] وشي.

د پېښور پولیسو د جنورۍ پر ۲۷مه پېشلمي مهال پښتین ونیاو او ویلي یې دي چې دا کار یې د ډېره اسماعیل خان د پولیسو په غوښتنه کړې. پوليسو پر منظور پښتين د امن خرابولو، کرکې خورولو، له ايين څخه د مخ اړولو، د پاکستاني رياست پر ضد د سازش کولو او د ايين له ۱۴۴مې مادې د سرغړونې دفعې لګولې دي.

د غورځنګ نيول شوو مشرانو پر ځان لګېدلي ټول تورونه رد کړي او دريځ لري چې دوی د ايين او قانون په چوکاټ کې دننه د خپلو حقونو لپاره غږ پورته کړی دی.

د مشال راډيو خبريال احمد شاه اعظمي په دې اړه له سعيد اختر سره مرکه کړې او په لومړي سر کې يې د هغو دوو مقدمو په اړه پوښتنه ورڅخه کړې چې عدالت يې د ضمانت منظوري ورکړه.

مرکه لاندې د غږ په ځای اورېدای شئ.

عدالت په دوو مقدمو کې د منظور پښتين ضمانت منظور کړ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:49 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


XS
SM
MD
LG