د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران اټومي تړون ستنېدو ته چمتو دی: ظریف


د ایران بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف (ارشیف)
د ایران بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف (ارشیف)

د ايران بهرنيو چارو وزير جواد ظریف وايي چې هيواد يې د ۲۰۱۵م کال اټومي تړون په بشپړه توګه د عملي کولو ستنېدو ته چمتو دی خو که اروپا يې په بدل کې ايران ته اقتصادي ګټې ورکړي.

د فبرورۍ پر۱۴مه د ميونخ امنيتي غونډې ته په وینا کې جواد ظریف وویل، هيواد يې چمتو دی چې له شپږوو نړيوالو قوتونو سره له شوي تړون څخه د شاته کېدو په لړ کې ايران کوم ګامونه اخيستي دي هغه ورو کړي او یا يې بېرته راوګرځوي.

په ۲۰۱۵م کال کې ايران د خپل اټومي پروګرام محدودولو په بدل کې په اقتصادي بنديزونو کې د نرمۍ په موخه له چين، روس، بريتانيا، جرمني، فرانس او امریکا سره تړون کړی و.

په ۲۰۱۸م کال کې له دې تړون څخه د امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ له وتلو وروسته بريتانیا، فرانس او جرمني هڅه کوي چې دا تړون په خپله اصلي بڼه کې پاتې شي.

له دې تړون څخه تر وتلو وروسته ټرمپ انتظاميې پر ايران سخت اقتصادي بنديزونه لګولي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG