د امریکا سېنېټ د ایران پرضد د پوځي اقدام په اړه د ولسمشر ډانلډ ټرمپ واک محدودولو قرارداد منظور کړی.
د قرارداد وړاندې کوونکي د ډیموکریټ ګوند سېنېټر ټیم کېن وايي چې د ایران خلاف تر بل پوځي اقدام مخکې باید ولسمشر ټرمپ له کانګریسه منظوري واخلي.
د قرارداد په منظورولو کې د ریپبلکن ګوند اته غړي له ډیموکراټانو سره مل شول، چې ۵۵ رایې یې حمایت او ۴۵ یې په مخالفت کې ورکړل شوې.
کېن او د قرارداد نورو پلویانو وویل چې د دې مقصد ولسمشر ټرمپ په نښه کول نه دي بلکې په دې ټينګار کول دي چې کانګریس د جګړې د اعلان واک لري.
د امریکا د ایین له مخې ولسمشر نه بلکې کانګریس د جګړې د اعلان واک اختیار لري.
ولسمشر ټرمپ او د هغه پلویانو ویلي چې په دې سره به ایران او نورو ممکنه مخالفینو ته غلطه اشاره ورکړل شي.
ښايي ولسمشر ټرمپ دا ګام ویټو کړي چې له مخه یې د جګړې په اړه د ولسمشر اختیار کم کړل شوی.