د لاسرسي ځای

تازه خبر

پامپیو راته ویل، د سولې خبرو کې لوی پرمختګ شوي: غني


افغان ولسمشر اشرف غني په ارګ کې د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ته هرکلی وايي. ۲۰۲۰، ۲۵ جون
افغان ولسمشر اشرف غني په ارګ کې د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ته هرکلی وايي. ۲۰۲۰، ۲۵ جون

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ورته په ټیلیفوني خبرو کې له طالبانو سره‌ د سولې خبرو کې د پام وړ پرمختګ یادونه کړې ده.

پومپیو په سېشنبه ناوخته له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرایه ریس عبدالله عبدالله ته په دې اړه جلا جلا زنګونه وهلي دي.

ولسمشر غني بېګا په خپل ټویټر لیکلي: "' د پامپیو په ټېلېفون خوښ یم چې له طالبانو سره یې د سولې په روانو خبرو کې د پام وړ پرمختګ خبر راکړ. وزیر پمپیو راته په تاو تریخوالي کې د پام وړ او تلپاتې کموالي راوستلو په تړاو د طالبانو د وړاندیز په هکله معلومات راکړل. ''

ولسمشر غني دا ډاډ څرګند کړی چې راتلونکي اقدامات به په داسې شکل اداره شي چې په ټوله کې به د سولې د بهیر ملاتړ وکړي.

روېټرز اژانس لیکلي د افغان ولسمشر غني وروستي ټویټونه ښيي چې په قطر کې د امریکا-طالبانو په خبرو کې ممکنه پرمختګ رامنځته شوی ځکه مخکې د زیات تاوتریخوالي د کمښت د غوښتنې په خاطر دا خبرې له یوه بن بست سره مخ وې.

امریکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو د تړون یوه مهمه برخه د تاوتریخوالي په ډېر کمښت تړلی بولي.

روېټرز اژانس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوه ویاند په حواله لیکلي چې په قطر کې له طالبانو سره د امریکا خبرې د تاوتریخوالي د کمښت په جزیاتو روانې دي.

قطر کې طالب او امریکايي مرکچي پلاوي انځور. March 12, 2019
قطر کې طالب او امریکايي مرکچي پلاوي انځور. March 12, 2019

امریکا په افغانستان کې شااوخوا ۱۳ زره پوځیان لري.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې غواړي خپل پوځیان بېرته کورونو ته ستانه کړي.

هغه دا خبره وروستی وار تېره سېشنبه په خپله کلنۍ وینا کې کانګرس ته وکړه.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم د سولې په خبرو کې له شویو پرمختګونو د با خبره مقاماتو په حواله راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له طالبانو سره د سولې یو مشروط تړون تایید کړی چې په اساس به‌ یې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تدریجي وتل پيلېږي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG