د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران وايي د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ مشر تهران ته ځي


د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیف بوریل
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیف بوریل

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، تمه ده چې د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیف بوریل د فبرورۍ پر درېیمه له د تهران سفر وکړي.

وزارت زیاتوي، ټاکل شوې چې نوموړی به د بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف او نورو ایراني چارواکو سره وویني.

د بوریل دې سفر ته د تهران او د نړی د ځواکمنو هېوادونو ترمنځ د ۲۰۱۵م کال د ایټمي تړون پرځای ساتلو په موخه د اروپايي ټولنې لخوا د تازه هڅې په توګه کتل کېږي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ۲۰۱۸م کال په مې کې په یو طرفه توګه له تړونه ووت او پر ایران یې یو وارې بیا بندیزونه عملي کړل.

خو په تړون کې شامل پاتې پنځو هېوادونو برتانیې، فرانسې، جرمني، چین او روسیې د دې تړون پرځای ساتلو ژمنه کړي ده.

راپورنه وايي، تهران په تړون کې له شوو ژمنو ورو ورو په شا کېږي. په جنورۍ کې د امریکا لخوا د ایراني جنرال قاسم سلیماني تر وژنې وروسته تهران اعلان کړې وو چې د یورانیمو د غني کولو لپاره د سینټري فیوژز یا ایټمي بټیو د کارولو په لړ کې د ټاکلې حد به نور احترام نه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG