د لاسرسي ځای

تازه خبر

منظور پښتين عدالت ته له وړاندې کېدو وروسته بيا زنداني شو


منظور پښتين له پاکستاني پوليسو سره (ارشيف)
منظور پښتين له پاکستاني پوليسو سره (ارشيف)

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين نن (جنورۍ ۳۱م) په ډېره اسماعيل خان کې د جوډيشل مجسټرېټ عدالت ته وړاندې شو. د اورېدنې پر مهال جوډيشل مجسټرېټ امر وکړ چې پښتين دې زندان ته ولېږل شي.

د پښتين وکيل سعيد اختر نن مشال راډيو ته وويل چې پوليسو د منظور پښتين خلاف يو بل اېف ای ار هم درج کړی چې هغه د پاکستان د ايين سرغړونه کړې ده او په همدې اړه نن عدالت ته وړاندې شو. پښتين پر ځان لګېدلي ټول تورونه رد کړي دي.


د پېښور پولیسو د جنورۍ پر ۲۷مه پېشلمي مهال پښتین ونیاو او ویلي یې دي چې دا کار یې د ډېره اسماعیل خان د پولیسو په غوښتنه کړی. پښتین د جنورۍ په ۲۹مه ډېره اسماعيل خان عدالت ته وړاندې کړل شو چې د ۱۴ ورځو په جوډيشل ريمانډ يې جېل ته ولېږلو.هغه وخت پوليسو پر منظور پښتين د امن خرابولو، کرکې خورولو ، له ايين څخه د مخ اړولو او د پاکستاني رياست پر ضد د سازش کولو دفعې لګولې وې.

د جنورۍ په ۲۹مه د منظور پښتين په ضمانت راخوشی کولو لپاره د ډيره اسماعيل خان ايډيشنل سيشن جج شاکر الله خان مروت په عدالت کې درخواست جمع شوی وو. د جنورۍ په ۳۰مه د مقدمې اوريدنې پرمهال پوليسو عدالت ته ريکارډ وړاندې نه کړ.


د پښتين وکيل سعيد اختر د جنورۍ په ۳۰مه مشال راډيو ته وويل چې عدالت سرکاري وکيل او پوليسو ته امر ورکړی چې ريکارډ جمع کړی.

منظور پښتين به سبا يو ځل بيا په ډېره اسماعيل خان کې د سېشن جج عدالت ته وړاندې کېږي. د هغه وکيلانو د ده د ضمانت درخواست جمع کړی او جج پر هغه خپله پرېکړه اوروي.

XS
SM
MD
LG