د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتین په ګډون د پي ټي اېم یوه غړي قانون نه دی مات کړی: محسن داوړ


له کیڼه اړخه عصمت شاهجهان، علي وزیر، محسن داوړ، ډاکټر ګل عالم، افراسیاب خټک او بشرا ګوهر د اسلام اباد لاریون کې. ۲۸م جنوري، ۲۰۲۰
له کیڼه اړخه عصمت شاهجهان، علي وزیر، محسن داوړ، ډاکټر ګل عالم، افراسیاب خټک او بشرا ګوهر د اسلام اباد لاریون کې. ۲۸م جنوري، ۲۰۲۰

د پښتون ژغورنی غورځنګ د مشر منظور پښتين د ګرفتارۍ وروسته د غورځنګ پلويانو د نيولو دوام لري. د دې ترڅنګ د هغه د نیولو پرضد پر راوتونکیو سیاسي کارکنانو د ملک په بېلابېلو پولیس تاڼو کې اېف ای ارونه هم درج شوي دي.

د غورځنګ يو مخکښ او له شمالی وزيرستانه د قامی اسمبلي غړی محسن داوړ د جنورۍ په ۳۰مه مشال راډيو ته وويل، چې د منظور پښتين د ګرفتارۍ وروسته مظاهرو پر مهال ۲۳ پلويان نيول شوي ول او د زيارت په ورځ په لاهور کې د دوی يو غړی ګرفتاره شوی دی.

داوړ پر خپل توېټر کښلي چې په بنو کې هم د کالج یو زده کوونکی قسمت د پاکستانیو استخباراتي ادارو له لوري تښتول شوی دی.

د پېښور پولیسو د جنورۍ پر ۲۷مه نیمه شپه پښتین ونیاو او ویلي یې دي چې دا کار یې د ډېره اسماعیل خان د پولیسو په غوښتنه کړی. پښتین د جنورۍ په ۲۹مه ډېره اسماعيل خان عدالت ته وړاندې کړل شو چې د ۱۴ ورځو په جسماني ريمانډ يې جېل ته ولېږلو.

محسن داوړ وويل، د منظور پښتين په ګډون د غورځنګ يوه غړي هم له قانونه سرغړونه نه ده کړې او دا تورونه بې بنياده دی.

''په پاکستان کې له بده مرغه سياسي خبره کول ايين سره غداري ښکاري. موږ په خپلو ويناګانو کې دا خبره په وار وار تکرارو چې دا لومړی ځل نه دی. د پاکستان جوړيدو نه راوخلي تر اوسه پوري په هر چا باندې داسي تورونه لګول شوی دی. نور هر څوک پريږده د جناح خور فاطمه جناح هم نه يې ده بښلي. هغه چې د حکومت مخالفت کولو نو دا تور يې پوري کړو چې هغه پښتونستان جوړوي ځکه د ولي خان ملګرتيا کوی. دوی سره نور څه نشته نو دغه الزامات لګوي.''

د جنورۍ په ۲۹مه د منظور پښتين په ضمانت راخوشی کولو لپاره د ډيره اسماعيل خان ايډيشنل سيشن جج شاکر الله خان مروت په عدالت کې درخواست جمع شوی وو. د جنورۍ په ۳۰مه د مقدمې اوريدنې پرمهال پوليسو عدالت ته ريکارډ وړاندي نه کړو چې له وجې يې اوريدنه د جنورۍ ۳۱مه پوري وځنډول شو.

د پښتين وکيل سعيد اختر د جنورۍ په ۳۰مه مشال راډيو ته وويل چې عدالت سرکاري وکيل او پوليسو ته امر ورکړی چې ريکارډ جمع کړی.

''پوليسو د منظور پښتين خلاف يو بل اېف ای ار هم ورکړی دی. ما هغه اېف ای ار ولټولو. هغه بې بنياده دی. هغه اېس اېچ او د ۱۲۰ یې لاندې اېف ای ار درج کړی دی. د قانون ترمخه دا اېف ای ار د وفاقي او صوبايي حکومت اجازت بغير نه شي کېدای. هغو دا ليکلي دي چې منظور پښتين د پاکستان ايين حوالي سره خبره کړې دی. منظور پښتين داسې وينا کله هم نه ده کړې چې د پاکستان ايين نه منم.''

سعيد اختر وويل چې پوليسو کوم دفعو لاندي منظور پښتين نيولې هغه بې بنياده دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر اعجاز شاه د جنورۍ په ۲۹مه بي بي سي اردو ته وویل، منظور پښتین یې د هېواد له قانونه د سرغړونې پر سر نیولی دی.

"هغه د پاکستان وګړی دی. د هېواد د قانون سرغړونه یې کړې نو ځکه ګرفتار شو. تر کومه چې د پښتنو خبره ده نو پښتانه د [تحریک انصاف] د اوسني حکومت ملاتړي دي."

پښتون ژغورنه غورځنګ پر ځان لګېدلي تورونه ردوي او وايي، ټول فعالیتونه له قانون سره سم کوي او دا چې ټولې هلې ځلې یې په پاکستان کې د اساسي قانون د سرلوړۍ او په بشپړه توګه عملي کولو لپاره دي.

د پاکستان دننه یو شمېر فعالانو، د اپوزیشن ګوندونو او د بشری حقونو سازمانونو له حکومته غوښتي چې پښتین خوشې کړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG