د لاسرسي ځای

تازه خبر

سرکار دې د پي ټي اېم ګرفتار کسان پرېږدي: بشري حقونو سازمان


د منظور پښتين د نيولو پر ضد په افغانستان او پاکستان کې احتجاجونه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:26 0:00

د منظور پښتين د نيولو پرضد په اسلام اباد کې د پي ټي اېم حتجاج پر مهال ګڼ کسان ونیول شول

د پاکستان بشري حقونو سازمان (ایچ ار سي‌ پي) په اسلام اباد کې د پولیسو له خوا د پښتون ژغورنې غورځنګ د هغو لسګونو پلویانو نیول په کلکه غندلي چې د منظور پښتین د نیولو پرضد یې د پریس کلب مخې ته سوله ییز احتجاج کاوه.

په چارشنبه ایچ ار سي پي په خپل خپاره کړي بیان کې ویلي "داسې هېڅ نخښه نه شته چې احتجاجیانو دې په کومه موقع تشدد ته مخه کړې وي، خو ویډیو کلیپونه ښکاره کوي چې پولیس له دوی سره لاس او ګرېوان دي".

د پښتون ژغورنې غوځنګ د مشر منظور پښتين ګرفتارۍ پرضد په سېشنبهپه اسلام اباد کې د احتجاج پر وخت نيول شوي ۲۳ تنه نن د چارشنبې په ورځ اسلام اباد کې د جوډيشل مجستريټ ته وړاندې کړل شول چې پوليسو د هغوی د عدالتي ريمانډ غوښتنه وکړه او بیا په عدالتي ريمانډ اډياله زندان ته ولېږل شول.

وي او اې ډيوه ته د ترلاسه شوي ايف اي ار د نقل له مخې په دغه مظاهره کې د گډون کوونکو کسانو پرضد د بغاوت په ګدون د بېلابېلو تورونو لاندې مقدمه درج کړل شوې ده.

د دغه ۲۳ کسانو وکيل اسد جمال تور لګولی چې پوليسو د دوی پرضد په درج کړې مقدمه کې قانوني لار نه ده خپله کړې. وکيل اسد جمال وي او اې ډيوه ته ویلي، نن یې عدالت ته وویل چې دغو مظاهره چيانو هېڅ غير قانوني کار نه دی کړی او پوليسو د هغوی پرضد تر فشار لاندې دا مقدمه درج کړې ده.

(د پوليسو دا مقدمه پر بدنيتۍ اړه لري ولې چې د تعزيرات پاکستان د دفع۵۰۵ اې [پوځ بدنامول] ۵۰۵ بي [د ولسي فساد لپاره بيانونه ورکول] او دفع ۱۲۴ اې [بغاوت] دلته نه لاګو کېږي.)

د پاکستان بشري حقونو سازمان پخپل بیان کې د پولیسو له خوا د پي ټي‌ ایم غړیو نیولو اقدام غیراییني بللی او وایي په دې کار سره یې د هېواد د عامو اوسېدونکو په توګه د هغوی بیان ازادي او د سوله ییزې غونډې حق تر پښو لاندې کړی دی. ایچ ار سي پي ویلي:

"د یو زاړه قانون پر بنیاد د بغاوت د تورونو په بېځایه استعمال سره د مخالفو سیاسي نظرونو- چې هېڅ د کرکې او پارولو څرک پکې نه شته- له خاموشه کولو ښکاري چې ریاست د خپلو ښاریانو ټولنیزو او سیاسي حقونو ته څومره په ټیټ نظر ګوري، دا د اندېښنې وړ ده".

د نیول شویو ۲۳ تنو وکیل اسد جمال وایي، پوليس دعوه کوي چې دغو کسانو د پاکستان امنیتي ځواکونو پرضد شعارونه ورکول، هغه پوښتنه کوي چې شعارونه چا ورکول، پوليسو سره په دې اړه هېڅ ثبوت نه شته.

اسد جمال عدالت ته دا هم ويلي چې دا مقدمه ختمېدل پکار دي ځکه چې وایي دا کسان بې ګناه نيول شوي دي. پوليسو عدالت ته ويلي د دې کېس چالان جوړوي او ثبوتونه به راغونډوي. له دې ورسته عدالت د پي ټي ايم او عوامي ورکر پارټۍ دغه نيول شوي ۲۳ کارکنان د اډيالې جېل ته په جوډيشل ريمانډ لېږلي او امر یې کړی چې دوی دې د فرورۍ پر ١٢مه بيا عدالت ته وړاندې کړل شي.

وکيل اسد جمال وایي د ضمانت خواست یې هم د اسلام اباد په سېشن عدالت کې جمع کړی او عدالت د سبا ورځې نوټس هم جاري کړی دی.

په سېشنبه د قامي اسمبلۍ غړی او د پي ټي ايم مخکښ مشر محسن داوړ هم په اسلام اباد کې د پرېس کلب مخې ته د احتجاج پر مهال نيول شوی وو چې وروسته بيا پوليسو محسن داوړ له نورو شپږو تنو سره خوشې کړ.

د پاکستان بشري حقونو تنظیم د عمار رشید، نوفل سلیمي، سیف الله ناصر او شاه رخ عالم په ګډون د پښتون ژغورنې غورځنګ د ټولو بندي غړو د سمدستي او بې له شرطه خوشېکېدو غوښتنه کړې او له چارواکو یې دا هم غوښتي چې د داسې سوله ییزو مظاهرو په وخت دې له بېځایه زور او تشدده لاس واخلي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG